لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:د وسله والو برید کې شپږ خواریکښ وژل شوي


دپاکستان د بلوچستان ایالت په سرښار کوئټه کې دترهګرۍ لړۍ یوځل بیا چټک شوې اؤ په یوه تازه پېښه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو شپږ مزدوران وژل شوي .

سرچینې وایي د ډزو دا پېښه په خاران سیمه کې هاغه مهال رامخته شوې چې نامعلومو وسله والو په کار بوختو مزدرانو باندې ناتاره ډزې وکړې.

سرچینې په دغه پېښه کې د شپږو کسانو د وژل کیدو تصدیق کوي خو په سمدستي ډول دا نه ده معلومه شوې چې وژل شوي مزدوران څوک دي اؤ په کومه پروژه یې کار کولو؟

د ډزو ددغه پېښې نه وروسته برید کوونکي په تېښته بریالي شوي اؤ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي دي.

تر دې مهاله ددغو مزدورانو د وژنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې .

تر دې وړاندې هم دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې په هاغو مزدورانو وژونکي بریدونه شوي چې د پاکستان اؤ چین تر مینځ د اقتصادي لارې په جوړؤنه بوخت دي خو دا نه ده معلومه چې ایا دا تازه برید کې هم په سي پیک کار کوونکي مزدوران وژل شوي که نه عام دیاړي مار دي؟

درقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه بلوچستان د تیرو څو کلونو راهسې دناقرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته یو شمیر بیلتون خوښو یاغي تحریکونو سر راپورته کړی دی.

دغه بلوڅ یاغي ملت پاله مشران تور لګوي چې دهیواد حکومت اؤ پوځ ددوئ صوبه دخپلو ټولو حقونو نه محروم ساتلې اؤ چې څوک پکې دخپل حق دپاره غږ پورته کوي نو استخباراتي ادارې یې پورته کوي اؤ بیا یې په ګولیو سوري مړي موندل کیږي.

خو پوځ اؤ استخباراتي ادارې ددې تورونو منلو نه انکار کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG