په جنوبي ایشياء کې دوه داتومي وسلو لرونکي رقيب هيوادونه پاکستان او هند په روس کې په ګډه دترهه ګرۍ دمخنيوي تمریناتو یا مشقونو دپاره ځان چمتو کوي.
تيره اوونۍ دهند ددفاع وزيرې ستهارامن پخلى کړى و چې هند به دپاکستان سره په ګډه دترهه ګرۍ دمخنيوي په پوځي مشقونو کې برخه اخلي.
دغه دواړه رقيب هيوادونه په کال ١٩٤٧م کې له يو بل بيل شوي اؤ تر دې مهاله د یو بل د پښو وهلو هیڅ یوه موقعه دلاسه نه ورکوي.
هند اؤ پاکستان دواړه په دې خبره صلاح شوی چې د اته کسيز شنګهايي مرستې دډلې( ايس سي او) دسيوري لاندې به داګست په مياشت کې د روس په اورال غرونو کې دترهګرۍ په ضد د جګړې تمرینات کوي.
ايس سي او يو اقتصادي، امنيتي او سياسي ډله چې بنياد يې په کال ٢٠٠١ء کې په شنګهايي کې ايښودل شوى ، چين، هند،قازاقستان، کرغيزستان، پاکستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان ددغه ډلې غړي هيوادونه دي.
دهند داستخباراتي شبکې باني مشر کمال داور ويلي دي په دغو پوځي مشقونو کې بايد دپاکستان ګډون يواځې علامتي نه وي،
دهغه وينا ده هند او پاکستان په ملګرو ملتونو کې دامنيت دتامینوونکو په توګه په ګډه کار کړيدى او دتماسونو بيا دسره نيول به يو ښه ګام وي.
خو داور په د ې اړه شکونه لري چې ايا دپاکستان پوځ استخباراتي شبکې او ګڼې ترهه ګرې ډلې به دهند سره ترهه ګرۍ ته په ماتې ورکولو کې مخلصې وي که نه؟
کرنل(ر) فاروق احمد، څوک چې دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې پخوانى مرستيال مشر دى، وي او اى ته وويل پاکستان په دغو پوځي مشقونو کې په برخې اخستو ډير خوشحاله دى" خو بايد هند پاکستان ته ګوتنيونه او په داخلي چارو کې يې مداخلت څخه لاس واخلي"
که هر څو به دواړه رقيب هيوادونه په دغه مقام يو بل سره ودريږي خو قوي احتمال دى چې له دې وروستو به هم دهغوي ترمينځ اختلافونه پځايې وي
، دواړو رقيبو هيوادونو له بيليدو وروستو دکشمير پسر يو بل سره دوه جنګونه هم کړيدي.
دکشمير په يادونه داور پخپل جذباتي ځواب کې ويلي " بايد پاکستان کشمير هير کړي، کشمير دهند څخه نه بيليدونکې برخه ده"
هغه ويلي په کشمير کې دپاکستان " مداخلت" غيرضروري دى.
په برسل کې موجود څيړونکى خالد فاروقي وايي "" دکشميريانو دخپلواکۍ دهلو ځلو په نتيجه کې يو لک کسان وژل شوي، لس زره بې درکه شوي او په زرګونو ښځې کونډې شويدي.
دهند وزيراعظم نريندر مودي هم اوس اوس دچين دصدر شي جنګپنګ سره ليدنه کړې وه او په دې خبره يې اتفاق کړى و چې په روس کې دترهه ګرۍ دمخنيوي په مشقونو کې دبرخې اخستو سره به دهند او چين له سيمه ايز تاوتريخوالي څخه ډده کولى شي