لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دعدالت تر ټینګښت به د زور سره مقابله کوؤ


دافغانستان ولسمشر اشرف غني دطالبانو لخوا ټولټاکنو سره مخالفت ته په اشارې سره ویلي” د زور اؤ اقتدار په مینځ کې باید فرق وشي اؤ زمونږ ژمنه داده چې د عدالت تر پلي کولو به د زور سره مقابله کوؤ”

کابل کې دعلماؤ دسرتاسري شورا دمشرانو سره لیدنه کې ښاغلي غني ویلي فساد دافغان ولس څخه د ماشوم، کونډې، شهید او مظلوم حق اخستی ، د ټولنې د کمزوري قشر حقوق باید رعایت شي او برعکس دې په هېواد کې د زورواکۍ فرهنګ ختم شي.

ولسمشر غني د انتحاري بریدونو په ناروا ګڼلو، فساد سره مبارزه او ټاکنو کې د خلکو د ګډون په برخه کې د هېواد د علماؤ دریځ وستائیلو او زیاته یې کړه،موږ نړیوالو ته په سرلوړۍ وایو چې دغه برخه کې مو علما سرتاسري اجماع ته رسیدلي دي

دافغانستان د ولسمشر د ماڼۍ څخه د جاري شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې دعلماؤ شورا په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو سخته غندنه وکړه اؤ له خلکو یې وغوښتل چې ټولټاکنو دپاره د نوم لیکنې بهیر کې برخه واخلي.

دعلماؤ د شورا پریکړه لیک کې ویل شوي “د علماؤ سرتاسري شورا په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د دښمنانو له خوا شوي ځانمرګي او انفجاري بریدونه چې د خبریالانو په شمول زمونږ د وطنوالو د شهادت لامل شول، غندي او دا د اسلامي او انساني موازینو خلاف بولي”

په دغه اعلامیه کې دخندق په نامه د طالبانو نوي عملیات هم داسلامي تعلیماتو په ضد بلل شوي اؤ ویل شوي چې دغه عملیات دسپین ږیرو،ښځو،ځوانانو اؤ ماشومانو په ګډون دعامو مسلمانانو قتل عام ته لار جوړوي.

باید وویل شي طالبانو تیره میاشت د افغان دولت لخوا هغوئ ته شوی دسولې وړاندیز رد کړی اؤ دخندق په نوم یې د نوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان کړی چې دهغې راپدیخوا افغانستان کې د ترهګریزو پېښو لړۍ چټک شوې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني دریځ لري چې که طالبان ځان په ولس کې مقبول ګڼي نو بیا باید ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دلارې خپل دغه مقبولیت ښکاره کړي خو طالبان وایي چې دغه ټولټاکنې هسې یوه ډرامه ده.

افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو اؤ افغان ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې ده چې طالبانو ته به د جنګ اؤ سیاست په دواړو میدانونو کې ماتې ورکوي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG