لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوليو څاڅکو پرضد منفي پروپېګنډا کيږي، ډاکټر صفدر


پاکستان کې د پوليو وايرس پرضد پروګرام مشر ډاکټر صفدر وايي په هېواد کې نه يواځې د پوليو څاڅکي بلکې نور ټول واکسين چې ماشومانو ته ورکړی کيږي يا لګول کيږي دا ټول د نړيوال معيار وي پاکستان کې په دولتي کچ هم دا کتل کيږي هيڅ د ويرې خبره پکې نشته.

نوموړی وايي په ملک کې ځينې خلک د پوليو څاڅکو پرضد منفي پروپېګنډا کوي او"دا کار په اصل کې دوي د خپلو ګټو دپاره کوي کاروي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر صفدر وويل، "په هېواد کې ۹۰ فيصده خلک پوهه دي او مور وپلار د پوليو د څاڅکو په ارزښت هم خبر دي او دوي د دغه پروپګنډې د مخې نيولو دپاره د اړوند ادارو سره په ګډه هڅه کوي".

په تېرو څو ورځو کې ځينې داسې راپورونه مخې ته راغلي چې ګنې د پوليو د ناکاره شوؤ څاڅکو کارولو يا ماشومانو ته د ورکولو نه ماشومان مړه شوي دي.

خو ډاکټر صفدر وايي "اوله خبره خو دا ده چې د پوليو څاڅکي کله هم ناکاره نشي کارېدی په هر بوتل باندې دپاسه ښکاره نښه جوړه وي څوک هم دا ناکاره نشي کارولی او دوېمه دا که چرته د پوليو ناکاره شوې څاڅکي ماشوم ته ورکړی شي هغه وژل نه کوي يواځې دغه څاڅکې خپل اثر پرېږدي".

نوموړي وويل پاکستان کې ماشومانو ته ورکړی کېدونکي د پوليو ضد څاڅکي او نور واکسين د صحت د نړيوالې ادارې د معيار لاندې جوړوي او پاکستان کې بيا په دولتي کچه دا ټول واکسين کتلی شي د هغې وروستو کارول کيږي.

هغه وویل ځینې عناصر د خپلو سياسي ګټو دپاره د پوليو پرضد پروپېګنډا کوي او د دغه لارې خپلې ځينې غوښتنې منل غواړي خو نوموړي په ټولنه او ټولو ادارو غږ وکړو بايد خلک په دغو خبرو کې رانشي د خپلو بچو او راتلونکي نسل ژوند محفوظ کړي.

نوموړي زياته کړه د درېو کالونو د سخت محنت وروستو اوس پاکستان د پوليو وايرسو ختمولو هدف ته ورنزدې دی او د هغې نښې دا دي چې تېر کال په ملک کې يواځې اته پېښې او سږ کال تراوسه پورې يوه پېښه ثبت شوې ده.

هغه په عامو خلکو غږ وکړو چې سبا د مې د اوومې نېټې څخه په قبايلي سیمو او د ملک په ۱۰۰ ضلعو کې د دوه کروړو نه زیاتو ماشومانو چې عمرونه يې د پينځه ؤ کالو نه کم دي دوي د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېليږي باید ټول پکې برخه واخلي د پوليو ټيمونو مرسته وکړي او د ماشومانو مستقبل خوندي کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG