لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمله پښتو ده، کلتور اؤ که درناوی؟


پښتانه چې د زرګونو کالو نه شمله تړي ،دا یې یوازې دکلتور برخه نه ده بلکې شمله تړل او پسرول د مشرۍ ،سردارۍ او درناوي علامت دی .

د پښتنو د هرې قبېلې د پټکي یا شملې تړلو خپل خپل انداز او رنګ دی ، څوک يې اوچته قرقره اوباسي څوک يې درميانه او څوک بغېر د قرقرې پټکی تړي ،

پښتانه خپل مېلمه ته چې کله مينه او درناوی ورکول غواړي نو شمله ورته پسر کړي .

دپښتو په لرغوني اؤ کلاسیکي ادب کې هم دشملې یا دستار ذکر په کثرت سره شوی اؤ ددې ترڅنګ په متلونو اؤ محاورو کې هم شمله برابر یاده کړل شوې ده.

نن په جديده ۲۱ پيړۍ کې چې ډيرو کلتوري توکو خپل ارزښت د لاسه ورکړی ولې پښتنه ټولنه کې اوس هم شملې ته هم هاغسې په درنه سترګه کتل کيږي څنګه چي به ورته زرګونه کاله پخوا کتل کيدل ،

دپښتو وتلي شاعر پروفېسر اباسين يوسفزی په خپل يو شعر کی شمله څه په دې ټکو ستائي .

زه هسې په شمله کې د غانټول ګلونه نه ږدم

راغلې مې بابا ته د بابا نه ده دا زمکه

د ډيوه خبريال ارشدمومند په شمله یو خوندور رپورټ راجوړ کړی ، دلته يې اورېدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG