لاس رسیدونکی لینک

 
پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د اولسي غونډې دپاره په کمپاين لاس پورې کړی
تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د اولسي غونډې دپاره په کمپاين لاس پورې کړی


د پي ټي اېم مشر علي وزير
د پي ټي اېم مشر علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ کې د اولسي غونډې اعلانولو وروستو د کمپاين کولو دپاره کمېټۍ جوړې کړي او په رسمي ډول يې د کمپاين پېل کولو ويلي دي.

د پي ټي اېم مشرانو پرون د اتوار، شنبې په ورځ په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ (مېپ) او عوامي نيشنل ګوند (ای اېن پي) د مشرانو سره د ليدنې وروستو په ۱۳م مې د کراچۍ په جناح ګراؤنډ ( قايداعظم مزار څنګ ته) مېدان کې د اولسي غونډې اعلان وکړو.

پي ټي اېم له دې وړاندې په ۱۲م مې په کراچۍ کې د اولسي غونډې کولو اعلان کړی ؤ.

په کراچۍ کې پښتونخوا مېپ او ای اېن پي هر کال په ۱۲م مې د کال ۲۰۰۷م د پېښو په ياد کې دستورې کوي.

په ۱۲م مې کال ۲۰۰۷م په کراچۍ کې د پخواني مشر قاضي افتخار چوهدري، چې پخواني پوځي آمر پروېزمشرف معزوله کړی ؤ د هغه کراچۍ ته د راتګ په مهال د بدامنۍ خونړۍ پېښې رامنځته شوې او ګڼ شمېر پښتانه پکې وژل شوي وو.

پي ټي اېم هم د دغه ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د اولسي غونډې ورځ ټاکلې وه.

د پي ټي اېم مشران علي وزير، محسن داوړ او ګل مرجان سره د نورو ملګرو کراچۍ ته رارسېدلي او پرون يې په لانډهي ظفرټاؤن کې د ځايي سياسي مشرانو، ځايي خلکو او مدني ټولنې فعالانو وليدل او د صلاح مشورې وروستو يې د غونډې د ځاې او ورځې اعلان وکړو.

محسن داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل دوي به په ټول ښار کې کمپاين چلوي، ټولو سياسي ډلو له به په غونډه کې د ګډون بلنه ورکوي.

هغه وويل دوي به د خواري کښو اتحاديو، زده کوونکو او د ټولنې هرې طبقې سره تعلق لرونکو ته ورځي په ۱۳م مې د دوی سره د دوي د ائيني غوښتنو دپاره ملاتړ وکړي.

پښتونخوا مېپ خپله د ۱۲م مې دستوره د پي ټي اېم د غونډې سره يو ځای کړې او د ای اېن پي د سندهـ څانګې مشر شاهي سيد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل دا چې دوي به د ۱۳مې د پي ټي اېم په غونډه کې ګډون کوي يا نه کوي دا پرېکړه به دوي د مرکزي مشرانو څخه د پوښتنې وروستو کوي.

پي ټي اېم د کراچۍ نه وړاندې په سوات، لاهور، پېښور او کوټه کې غټې غټې اولسي غونډې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG