لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فاټا اصلاحاتو په لړکې نورګامونه عملي کېدل بيا د ځنډ ښکار شوي


د قبايلي سيمې فاټا اصلاحاتو په لړ کې د نورو ګامونو اخستو دپاره د وزيراعظم په مشرۍ د حکومت اتحادي او مخالفه ګوندونو ناسته بې له کومې نتيجې پای ته رسېدلې ده ځکه چې وزيراعظم په خپلو اتحاديانو د فاټا په خبره منلو کې پاتې راغلی.

د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ ناسته چې د ګل، دوشنبې په ورځ ترسره شوې په دې خبره پاې ته رسېدلې چې دوه ورځې وروستو په لسم مې به بيا ناسته کیږي.

دغه خبره په ناسته کې شريک د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړي صاحب ذاده طارق الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وکړه چې حکومت به د لسمې مې د ناستې پوره هڅه کوي چې خپل اتحاديان دې خبرې ته تيار کړي چې د فاټا اصلاحاتو دپاره شوې سپارښتنې ومني.

هغه وويل"په ناسته کې اتفاق رانغلو جمعيت علما والو او اچکزي (محمود خان اچکزي) خپله زوړ موقف تکرار کوو او مولانا فضل الرحمان په خپله په ناسته کې شريک هم نه ؤ ځکه بيا لسمه نېټه وټاکل شوه".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو په اړه په دې دريز دي چې د سيمې د راتلونکې فېصله دې د سيمې د استوګنو نه د پوښتنې د لارې وشي.

طارق الله وايي د دوه کالو راهسې د فاټا اصلاحاتو په اړه جوړ کمېشن خپلې سپارښتنې پوره کړي او يو قدم د سپریم کورټ او هائيکورټ د واک فاټا ته غځېدو اخستی شوی هم دی.

خو نوموړی وايي چې پرون هغه ته وزيراعظم وويل چې په "فاټا کې چونکې اېف سي ار قانون موجود دی او ډېر زر به د اېف سي ار ختمولو دپاره نوی نوټېفيکېشن وشي".

هغه وويل په پرونۍ ناسته کې ټول پارليماني مشران شريک ؤ او ټول مخالفه ګوندونه (اپوزيشن) په دې خبره صلاح ؤ چې څومره زر وي فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه شي او د ۲۰۱۸م د انتخاباتو دپاره دې حلقه بندۍ وشي چې قامي او صوبايي اسمبلۍ ته د سيمې استازي راشي.

ښاغلي طارق الله وويل مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزي سره به وزيراعظم يا حکومت کښېني او د فاټا اصلاحاتو عملي کېدو لارې ته به يې اماده کوي خو دوي اندېښنه لري چې حکومت وايي يو څه او کوي بل څه، بايد د فاټا په اړوند ګام زر تر زره پورته کړی شي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د فاټا په اړوند د وزیراعظم په مشرۍ يوه غونډه شوې وه چې پکې د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک او ګورنر ظفر اقبال جهګړا هم ګډون درلود.

له دغې غونډې وروستو د خېبر پښتونخوا د ګورنر ویاند علي خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي ؤ د مسلم لیګ ن کوشش دی چې د موجوده حکومت ختمېدو نه وړاندې فاټا د خېبرپښتونخواه صوبې سره یوځاېې کړی شي او د غېر ضروري چیک پوستو د ختمولو فیصله هم کړی شوې ده.

د یو سوال په ځواب کې نوموړي ويلي ؤ د قبايلي سیمو نه به ایف سي آر هم په دې میاشت کې ختم کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG