لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارلېمان دنرښځیانو دحقونو قانوني مسوده منظور کړې ده


دپاکستان دسینیټ نه وروسته قامي اسمبلۍ هم دنرښځیانو دحقونو قانوني مسوده منظور کړې ده چې دهغې په اساس به اوس نرښځیان پخپله خوښه خپل جنس بدلولی، ټولټاکنو کې برخه اخستی اؤ دولتي منصب سمبالولی شي.

په دغه قانوني مسوده کې نرښځیانو ته په وراثت کې دحق ورکړل کیدو ترڅنګ د جائیداد د خرڅؤلو اؤ اخستو، ګانه کولو اؤ یا په کرایه دنیولو حق هم ورکړل شوی دی.

د سه شنبې په ورځ دنرښځیانو دحقونو د تامین دغه قانوني مسوده د پیپلز ګوند غړي سید نوید قمر قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې چې د اسمبلۍ غړو یې د رائیو په کثرت سره منظوري ورکړې ده.

قامي اسمبلۍ څخه ددغه مسودې دمظورولو په مهال دوؤ مذهبي ګوندونو جماعت اسلامي اؤ جمعیت علماء اسلام ددغه مسودې مخالفت کړی خو دهغې باوجود دپارلیمان زیاترو غړو اؤ ګوندونو ددغه مسودې منظوري ورکړې چې له دې روسته به اوس په دغه مسوده دهیواد صدر لاسلیک کوي اؤ دا به دیو قانون بڼه خپله کړي.

ددغه قانوني مسودې له مخې به داتلس کلنۍ عمر ته په رسیدلو نرښځیانو ته حق ترلاسه وي چې په قانوني کاغدونو کې خپل جنس دخپلې خوښې په اساس ولیکي.

ددغه قانون له مخې د نرښځیانو مور پلار ته به هم حق ترلاسه وي چې خپلو دغو نرښځو اولادونو ته وراثت د سړي که د ښځې په بڼه ورکوي.

تعلیمي ادارو، ملازمت، تجارت ،صحت ، استوګنه اؤ دسفر اسانیو کې به نرښځیانو سره توپیري چلند نه کیږي اؤ که څوک نرښځیان تنګوي هغوي ته به دقانون له مخې سختې سزاګانې ورکول کیږي.

پيښور کې میشت د راني په نوم یو نرښځي ډیوه ویب پانط ته ویلي “مونږ سره خو داسې وعدې دزمانو نه کیږي ، خو اوسه پورې مو څه نه دي لیدلي”

دهغه وینا وه “قانونونه خو جوړشي خو په هغې بیا عمل څوک کوي؟ ولې دلته خو مخکې نه قانون په انسانانو د ظلمونو مخالف دی ، خو مونو سره که څوک هرظلم کوي هغوئ ته خو پولیس اؤ دانور څه نه وایي ، ولې دامونږ انسانان نه یو؟”

په پاکستان کې دیوې اوږدې مودې نه د نرښځیانو په حقونو خبرې روانې دي خو په دغه هیواد کې ورځ ترورځه ددې طبقې په ضد دتشدد،دهغوئ‌ د وژنو اؤ جنسي زؤرونو لړۍ پیاوړې کیږي اؤ تر دې مهاله په لسګونو نرښځیان دخلکو لخوا په بې دردۍ سره وژل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG