لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان ددوؤ پخوانیو پوځي جنرالانو په ضد دګامونو اخستو امر


دپاکستان سترې محکمې ددغه هیواد مرکزي حکومت ته امر کړی چې دپوځ دپخواني سرلښکر جنرال مرزا اسلم بیګ اؤ دایي ایس ایي د پخواني مشر جنرال اسد دراني په ضد دمحکمې لخوا د شوې پریکړې په اساس ګامونه واخلي.

دپوځ په دغو دوؤ پخوانیو جنرالانو تور دی چې دکال۱۹۹۰ په ټولټاکنو کې یې دخپلې خوښې دګوند(اسلامي جمهوري اتحاد) اقتدار ته رسؤلو دپاره په سیاستمدارانو پیسې ویشلې وې.

دپاکستان دهوایي ځواکونو یو پخواني مشر ائیر مارشل اصغر خان چې اوس مړ دی پخپل ژوند یې محکمې ته عریضه کړې وه چې دکال۱۹۹۰ په ټولټاکنو کې چا ټکي کړي وه اؤ په سیاستمدارانو یې پیسې ویشلې وې هغوئ ته باید قانوني سزا ورکړل شي.

په کال ۲۰۱۲م کې سترې محکمې دپوځ پخوانی مشر جنرال اسلم بیګ اؤ دایي ایس پخوانی مشر جنرال اسد دراني په سیاستمدارانو د پیسو ویشلو ذمه وار ګرځولي وؤ اؤ دهغوئ په ضد یې دګامونو اخستلو امر کړی ؤ خو حکومت تر اوسه ددغو جنرالانو په ضد څه ګامونه نه دي اخستي.

د سه شنبې په ورځ د سترې محکمې دمشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په مشرۍ کې دمحکمې درې کسیزې څانګې دسترې محکمې په پخوانۍ پریکړه د عمل نه کیدلو دوسیه اوریدلې ده .

مشرقاضي ښاغلي ثاقب نثار په دغه موقعه ویلي چې محکمې د اصغرخان په دوسیه کې خپله پریکړه صادر کړې ده اؤ د پخوانیو جنرالانو د نظرثانۍ یا بیاکتنې خواستونه هم نه دي منل شوي ، اوس باید دسترې محکمې په پریکړه عمل وشي.

مشر قاضي ویلي دپوځ دپخواني مشر جنرال پرویزمشرف په ضد دائین نه د سرغړونې د دفعې (ارټیکل۶)لاندې دګامونو پریکړه حکومت کړې ده اؤ محکمه داصفرخان په دوسیه دعمل کولو پریکړه هم په حکومت پریږدي.

هغه حکومت اؤ دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای ته امر وکړو چې دمحکمې دامر په د اصغرخان په دوسیه کې ګامونه واخلي.

محکمې دا امر هم وکړو چې حکومت دې یوه اوونۍ کې د کابینې ځانګړې غونډه کې پریکړه وکړي چې داصغر خان په دوسیه کې دمحکمې په پریکړه د پرمختګ کولو دپاره څه رقم ګامونه اخلي.

دسترې محکمې مشر قاضي د اوریدنې په مهال ویلي‌هغه نه دی پوهه چې په دې دوسیه کې دائین دماتولو دفعه (ارټیکل) لاګو کیږي که نه ؟

دپاکستان دائین ماتوونکو دپاره په قانون کې دمرګ سزا مقرر ده خو تر اوسه یو پوځي جنرال ته هم دائین په ماتولو دغه سزا نه ده ورکړل شوې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG