لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بغلان تاله برفک ولسوالۍ طالبانو نيولې


Taliban
Taliban

د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي شاوخوا ۶۰۰ وسله والوطالبانو د درې ساعته جګړې ورووسته د تاله برفک ولسوالۍ تیره ورځ څلوربجې او لس دقیقې ترخپلې ولکې لاندې راوستې ده.

دبغلان د ولایتي شورا ريیس ډاکتر صفدرمحسني له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ويلي دسمنګان ،بامیان ولایتونو او همداراز دبغلان ډنډ غورۍ ولسوالیو کې میشت طالبانو چې دبغلان او سمنګان ولایتونو لپاره دطالبانو نومول شویو والیانو هم په دې جګړه کې برخه درلوده تیره ورځ له غرمې وروسته یې په تاله و برفک ولسوالۍ پراخه بریدونه کړي دي.

محسني ویلي،په دې جګړه کې له ۶۰۰ زیاتو طالبانوبرخه اخیستې وې او پراخو ډله ییزو بریدونو په پایله کې د درې ساعته جګړې وروسته یې یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه ترخپلې ولکې لاندې راوسته.

نوموړي وویل"تیره ورځ څلورې بجې اولس دقیقې د تاله وبرفک ولسوالۍ دطالبانو لاس ته ولویده، په ولسوالۍ کې په تعداد ۲۰۰ پولیس او دعامه نظم سرتیرو شتون درلود، دمخالفینو شمېرچې له افغان امنیتي ځواکونو څخه زیات وو په ولسوالۍ د برید پرمهال امنیتي ځواکونه تیت اوپرک شول ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه وژل شوي ،یو شمیر ټپیان او یوشمیر دطالبانو لخوا ژوندي نیول شوي دي خو دقیق شمیر یې نه دی معلوم".

د ولایتي شورا مشر ویلي، دولسوالۍ دسقوط پرمهال له۲۰ زیات هاموې او ربنجر موټر او یوشمیر وسلې دطالبانو لاس ته ورغلي دي.

محسیني د بغلان تاله وبرفک ولسوالۍ دطالبانو لخوا دنیول کیدو لامل دمرکزي حکومت بې پروايي په ګوته کړه او ویلي دي چې یوشمیر پولیسو هم د طالبانو لخوا دولسوالۍ په نیولو کې مرسته کړې ده.

دبغلان ولایتی شورا مشر وویل "ما خپله په پوځي ناستو کې ګډون کړی څوځله مو پریکړه وکړه چې دبغلان ډنډ شهابدین ،ډنډغوري سیمو کې چې طالبان پراخ حضور لري دبغلان نورې سیمې نامنه کوالی شي پرضد یې باید عملیات ترسره شي خو متاسفانه چې په تیرو ۶ میاشتو کې هیڅ اقدام ونه شو او دویم د ولسوالۍ دسقوط لامل دا دی چې شمیر پولیسو له طالبانو سره اړیکې درلودې او دهغوی ترمنځ معاله شوې ځکه چې هغوی هیڅ جګړه ونه کړه او ولسوالۍ طالبانو ته پریښوده".

دا په داسې حال کې چې دتیرې اونۍ زیارت په ورځ دبدخشان ولایت دکوهستان ولسوالۍ هم دطالبانولخوا نیولې شوې وه خو د دوو ورځو وروسته دخالي په ورځ په یادې ولسوالۍ افغان پوځیانو بیرته خپله ولکه ټینګه کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG