لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو پوهنتون د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر پر ورتګ او د هغه پر خولۍ بندیز ولګاوه


د خیبرپښتونخوا په یوه بله جنوبي ضلع بنو کې هم د ساینس او ټیکنالوجۍ پوهنتون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر ورتګ بندیز اعلان شوی او د پوهنتون استادان او زده کوونکي د پښتین خولۍ له پر سر کولو منع کړل شوي دي.

د پوهنتون د ډایریکټر له دفتره په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي، که کوم زده کوونکی یا استاد پوهنتون ته د منظور پښتین په ورتګ کې مرسته وکړي نو هغه به له پوهنتونه و ایستل شي. د پوهنتون د انتظامیې مشر ډاکټر جاوید په دې اړه وي.او.اې ته وویل:

"د سپریم کورټ د فیصلې له مخې [په پوهنتون کې] پر سیاسي غونډو بندیز دی، موږ ته معلومات راغلي وو چې منظور پښتین په بنو کې د (امن جلسه) په نامه پروګرام کول غواړي، نو چونکې موږ ویل د زده کوونکو څه پته نه لګېږي نو په پوهنتون کې مو د خپل پوهنتون او نورو کالجونو د زده کوونکو پر غونډه بندیز اعلان کړ".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ له وي.او.اې سره په ځانګړې مرکه ې وویل، د بنو پوهنتون له خوا خپور شوی امر ډېر غیرقانوني دی او دوی یې غندنه کوي. داوړ وایي په پوهنتون کې که د دوی غونډې ته اجازه نه ورکول کېږي، د منظور پښتین د خولۍ پر په سر کولو ولې بندیز لګول شوی:

د بنو د ساینس او ټیکنالوجۍ خپور کړی نوټیفیکېشن.
د بنو د ساینس او ټیکنالوجۍ خپور کړی نوټیفیکېشن.

"دا یو غیرقانوني، غیرآییني او غیرانساني امر [آرډر] دی، د پنجاب په پوهنتونونو کې منظور پښتین بلنې او د خبرو موقع ورکول کېږي، خو له بده مرغه زموږ د پښتون وطن په پوهنتونونو کې ورباندې بندیز لګېږي، خو پوهنتون واحد مقام نه دی چې موږ له زده کوونکو سره خبرې وکړو، د نورې لارې هم شته خصوصاً سوشل مېډیا له هر چا سره د تړون ښه وسیله ده".

په تېره اپرېل میاشت کې د ډېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون ته هم د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګېدلی وو، خو د پوهنتون چارواکو ویلي وو چې پر ښاغلي پښتین بندیز نه دی لګول شوی خو دوی ته لارښوونه شوې چې هغه دې پوهنتون ته تر ورتګ مخکې اجازت واخلي.

په خپره شوې خبرتیا یا نوټیفیکېشن کې دا هم ویل شوي چې د پوهنتون په کېمپس یا هاسټل کې زده کوونکو ته د "غیرقانوني" غونډې اجازه نه شته، خو د دې سپیناوی نه دی شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو ته "غیرقانوني" ویل شوي که څنګه.

د بنو د ساینس او ټیکنالوجۍ پوهنتون د انتظامي چارو مشر ډاکټر جاوید ویلي، دا چې پښتون ژغورنې غورځنګ د مې په ۵مه په بنو ښار کې غونډه جوړوله، نو دوی د مې په ۴مه دا خبرتیا خپره کړه او په پوهنتون کې یې پر یوه ځانګړې غونډه او ځانګړې خولۍ- چې قومي بېلتون پیدا کوي- بندیز ولګاوه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د مې په ۵مه د بنو ښار په سرکاري ایډیټوریم کې غونډه کړې وه، چې د پوهنتون او کالجونو د زده کوونکو په شمول د سیمې ډاکټرانو، وکیلانو او پروفیسرانو هم پکې ګډون کړی وو، چې د وي.او.اې د خبریال د اندازې له مخې شمېر یې شاوخوا دوه زره تنه وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG