لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دهوټل دننه چاودنه کې دیوې کورنۍ پینځه غړي وژل شوي


دخیبرپښتونخوا صوبې په سرښار پېښور کې د یو هوټل دننه شوې چاودنه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دغه چاودنه دد جمعې په نیمه شپه درې بجې دګلبهار دپولیسو دتاڼې مخې ته دهوټل په یوه خونه کې شوې اؤ وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

دپېښور د پولیسو مشر یا سي سي پي او ښاغلي قاضي جمیل له چاودنې وروسته رسنیو ته ویلي چاودنه د هوټل په دریم پوړ کې په یوه داسې خونه کې شوې چې دیوې کورنۍ خلک پکې میشته وؤ.

هغه ویلي تر دې دمه نه ده معلومه چې دا دترهګرۍ پېښه ده اؤ که د ګیس چاودنه ده.

هغه وویل پولیسو د پېښې په اړوند پلټنې پیل کړي اؤ د چاودنې له ځائ څخه نمونې ترلاسه کړل شوي ترڅو دچاودنې علت معلوم کړل شي.

په پېښه کې دوه ماشومانې، دوه ښځې اؤ یو سړی وژل شوی اؤ دوه تنه نور ژوبل شوي چې تعلق یې د پښتونخوا دهنګو سیمې سره ښودل شوی.

پېښه کې ژوبل شوؤ دوؤ روڼو عامر اؤ کامران روغتون کې خبریالانو ته ویلي هغوئ پېښور ته د یو ډاکټر څخه دعلاج په غرض راغلي اؤ په دغه هوټل کې میشته وؤ.

د روانې اوونۍ په پیل کې استخباراتي شبکو امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړی ؤ چې ترهګر غواړي پېښور کې درنې ترهګریزې حملې وکړي اؤ د پولیس وینا ده چې ددغه اطلاع نه وروسته په ټول پېښور کې امنیتي ګامونه سخت کړل شوي خو لا نه ده معلومه چې دهوټل دننه شوې دا چاودنه بمي ده که دګیس سلینډر دچاودیدو له امله شوې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG