لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات پولیسو دپي ټي ایم تکړه مشر رحمت الله محسود اؤ نور غړي نیولي


رحمت الله محسود
رحمت الله محسود

د سوات پولیسو د پښتون ژغورنې دغورځنګ مهم مشر اؤ پخوانی جج ښاغلی رحمت الله محسود اؤ درې نور فعالین دپاکستان دبیرغ د سپکاوي، دپوځ خلاف د شعارونو ورکولو اؤ د ریاستي ادارو په ضد د ولس راپارولو په تورونو نیولي دي.

دسوات د کبل ټانې د پولیسو محرر ښاغلي عدنان دجمعې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي ښاغلی رحمت الله محسود اؤ دپي ټي ایم درې نور فعالین د ډډهاره په چیک پوسټ د پولیسو دناکه بندۍ په مهال نیول شوي اؤ دا وخت د کبل تاڼې په حوالات کې اچول شوي دي.

کله چې ددغه پولیس چارواکي نه وپوښتل شول د نیول شوؤ کسانو جرم څه دی ؟ نو هغه وویل” د دوئ خلاف د سوات یو اوسیدونکي ظفرحیات چې په سپین خان مشهور دی ، دکبل پولیسو ته درخواست ورکړی ؤ چې دوئ دسوات په جلسه کې دپاکستان دبیرغ سپکاوی کړی، د اسرائیل پوځ زنده باد نعرې یې وهلي، دپوځ اؤ نورو ریاستي ادارو په ضد یې دخلکو راپارؤلو هڅه کړې ده”

هغه وویل چې پولیس ته په ورکړل شوي درخواست کې د رحمت الله محسود نوم شامل دی اؤ ددوئ په ضد د وړاندې څخه دکبل تاڼې پولیسو دبیلابیلو دفعو لاندې مقدمه درج کړې وه.

دپولیس دغه چارواکي وویل د رحمت الله محسود سره درې نور د پي ټي‌ ایم فعالین ابرارخان، محمدعدیل اؤ محمد معوذ هم نیول شي چې د ډیره اسماعیل خان سیمې سره تړاؤ لري.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ دا مشران په سوات کې په داسې حال کې نیول شوي چې ټاکل شوې ده دغه غورځنګ په ۱۳م مئ د پښتنو د ووژنو، بې درکه کولو اؤ په چیک پوسټونو پښتنو سره دکیدونکو زیاتیو په ضد کراچۍ کې یوه لویه احتحاجي جلسه کوي.

خو په کراچۍ کې د پي ټي ایم د جلسې نه وړاندې ددغه غورځنګ د غړو او مشرانو دنیولو لړۍ پیل شوې اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي تر دې مهاله یې ګڼ شمیر غړي نیول شوي یا هم تښتول شوي دي.

دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتین دړکه کړې ده چې که چرې پاکستان کې دهغوئ دملګرو دنیونو لړۍ ونه درؤل شي نو هغه به ټولې نړۍ نه پښتنو ته د پاکستان دسفارتخانو مخې ته داحتجاجونو پیل کولو غوښتنه وکړي.

دپاکستان د پوځ مشران دپښتون ژغورنې د غورځنګ ټولې غوښتنې ائني اؤ قانوني مني اؤ دغه غورځنګ سره یې دیوې قبائیلي جرګې دلارې دمزاکراتو پیل کولو هڅې هم پیل کړي خو د‌پي ټي ایم مشران وایي چې یو لوري ته د مزاکراتو وړاندیزونه اؤ بل لوري ته دپي ټي‌ ایم د غړو دنیولو لړۍ یو ځایې پرمخ نه شي تللی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG