لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سیاستمدارانو دپېسو ویشلو دوسیه کې جنرال اسلم بیګ نه پلټنې شوي


دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي شبکې ایي ایس ایي لخوا په سیاستمدارانو دپېسو ویشلو اؤ ټولټاکنو کې د ټګۍ کولو په یوه دوسیه کې نن دپوځ پخوانی مشر جنرال مرزا اسلم بیګ د پلټنو کمیټۍ ته مخ شوی دی .

دپوځ په دغه پخواني مشر اؤ ایي ایس ایي تور دی چې دکال۱۹۹۰ په ټولټاکنو کې یې دخپلې خوښې دګوند(اسلامي جمهوري اتحاد) اقتدار ته رسؤلو دپاره په سیاستمدارانو پیسې ویشلې وې.

په کال ۲۰۱۲م کې سترې محکمې دپوځ پخوانی مشر جنرال اسلم بیګ اؤ دایي ایس پخوانی مشر جنرال اسد دراني په سیاستمدارانو د پیسو ویشلو ذمه وار ګرځولي وؤ اؤ دهغوئ په ضد یې دګامونو اخستلو امر کړی ؤ خو حکومت تر اوسه ددغو جنرالانو په ضد څه ګامونه نه دي اخستي.

د روانې میاشتې په اتمه نیټه دپاکستان سترې محکمې امر کړی ؤ چې ددغو دواړو پخوانیو جنرالانو په ضد دسترې محکمې دپریکړې په اساس دې ګامونه واخستل شي.

د چهارشنبې په ورځ د پوځ پخوانی مشر جنرال مرزا اسلم بیګ د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې یا ایف ایي ای د پلټنو کمیټې ته وړاندې شوی .

سرچینې وایي د پلټنو کمیټې د جنرال بیګ څخه پوښتنې کړي چې په کال ۱۹۹۰ کې پّه سیاستمدارانو کومې پېسې ویشل شوې وې ، دغه پیسې له کومې راغلې وې، چا،چا ته ورکړل شوې وې، دپېسو ویشتلو پریکړه پوځ کې په کومه کچه شوې وه، دغه پریکړه کې څوک،څوک شامل وؤ اؤ سیاستمدارانو ته پیسې د کوم غرض دپاره ورکړل شوې وې؟

د پاکستان جیو نومې ټيلي‌ ويژن ویلي چې د پلټنو دغه کمیټي به په راتلونکي کې دهاغو سیاستمدارانو څخه هم پوښتنې وکړي چې د پوځ نه په پېسو اخستلو تورن دي.

باید وویل شي چې د روانې میاشتې په اتمه نیټه ستره محکمه کې د اصغر خان کیس د اوریدنې په مهال د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي وؤ هغه نه پوهیږي چې په سیاستمدارانو د پېسو ویشتلو دې دوسیه کې د ائین د ماتولو دفعه لاګو کیږي که نه؟

دپاکستان دائین ماتوونکو دپاره په قانون کې دمرګ سزا مقرر ده خو تر اوسه یو پوځي جنرال ته هم دائین په ماتولو دغه سزا نه ده ورکړل شوې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG