لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ دنړۍ مسلمانانو ته د روژې مبارکي ویلې ده


دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ د روژې د میاشتې په راتلو مسلمانانو ته د روژې مبارکي ورکړې اؤ امریکایي مسلمانانو ته یې باور ورکړی چې پرته د څه حکومتي خنډانو په ازاد ډول د روژې فریضه سرته رسولی شي.

تیرکال صدر ټرمپ د روژې په مناسبت خپل پیغام کې د ترهګرۍ په ذکر کولو سره اختلافي بحثونه راپورته کړي وؤ اؤ زیاترو مسلمانانو په صدر ترمپ نیوکې کړې وې چې د روژې په هکله پیغام کې ورته د ترهګرۍ په بابله خبرې پکار نه وې.

خو د روژې پخپل اوسني پیغام کې صدر ټرمپ صدر ټرمپ داسې هیڅ جنجالي خبره نه ده کړې چې مخالفتونه راوپاروي.

هغه ویلي د روژې په دې مقدمه میاشت کې زیاتره مسلمانان روژې نیسي، دخیر ښېګړې کارونو کې برخه اخلي عبادتونه اؤ دقران کریم تلاوتونه کوي.

هغه ویلي په امریکا کې مونږ ټول خوش بخته یو چې دیو داسې ائین دلاندې ژوند کولو چې تر چاته مذهبي ازادي ورکولو اؤ د مذهبي فرائضو د ترسره کیدلو درناوی کوي

صدر ټرمپ ویلي مسلمانانو ته د روژې مبارکي ویم اؤ روژه مونږ ته د امریکایي‌ ژوند په مذهبي رنګونو کې د مسلمانانو رنګ هم رایادوي

تیرکال صدر ټرمپ د روژې په هکله خپل پیغام کې ویلي‌ وؤ سږکال د روژې مقدسه میاشت په داسې وخت کې راغلې ده چې نړۍ په مصر اؤ برتانیه کې شوؤ ترهګریزو بریدونو کې د بېګناه انسانانو په وژنه ویر کوي

د صدر ټرمپ په دغه بیان مسلمانانو خفګان ښودلی ؤ اؤ نیوکې یې کولې چې صدر ټرمپ ته ؤ پکار چې د روژې په پیغام کې یې د ترهګرۍ ذکر هم کړی وی.

XS
SM
MD
LG