لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د ملېشه ځواکونو پر مرکز وسلوال برید، ۵ وسلوال وژل شوي، ۴ ملېشه ټپیان


د بلوچستان په مرکز کوټه کې وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر یوه مرکز وسلوال برید کړی، چې ملېشه سرتېرو هم ورباندې سمدستي ځوابي ډزې پیل کړې او په نتیجه کې یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټی وایي، پینځو وسلوالو د زیارت- پنجشنبې په ماخوستن د کوټې ښار د چمن هاوسنګ او کوله پاټک تر منځ د ملېشه ځواکونو پر مرکز (مددګار سنټر) بمونه ور غورځولي او ډزې یې ورباندې کړې دي.

بګټي وایي د ملېشه ځواکونو په مرکز کې موجودو سرتېرو سمدستي پر وسلوالو ځوابي ډزې پیل کړې، چې وایي تر منځ یې شاوخوا نیمه ګنټه نښته روانه وه او په نتیجه کې یې درې وسلوال و وژل شول، دوو نورو هم په ځان پسې تړلي چاودېدونکي توکي وچاودل او ځانونه یې ووژل.

د پاکستان د پوځ له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سیمه ټوله د امنیتي سرتېرو په ولکه کې ده او جګړه پای ته رسېدلې، خو وایي د وسلوالو په برید کې څلور ملېشه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د دې وسلوال برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو دا برید د پاکستاني امنیتي ځواکونو تر هغو عملیاتو څو ګنټې وروسته شوی، چې د کوټې ښار هوایي ډګر ته نیژدې په الماس کې تر سره شول.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې دعوه کړې چې په دغو عملیاتو کې یې د لښکرِ جنګوي ډلې د بلوچستان مشر سلمان بادیني او د هغه درې ملګري یې و وژل او په ځوابي برید کې د پاکستاني پوځ د استخبارتو یو افسر کرنل سهېل هم و وژل شو.

خو د لښکرِجنګوي العالمي ډلې ویاند رسنیو ته ویلي، چې سلمان بادیني د داعش خراسان ډلې غړی وو او له لښکرِجنګوي ډلې سره هیڅ تړاو نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG