لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مزاکرات کامیاب،دوزیرستان ځوانانو خپل احتجاجي پرلت ختم کړو


په شمالي وزیرستان کې دهدفي وژنو دپیل شوې لړۍ په ضد په احتجاج د بوختو زلمو سره د جرګې خبرې کامیابې شوي چې له هغې وروسته دغو زلمو د تیرو پینځو ورځو راهسې میرعلي کې خپل احتجاجي پرلټ ختم کړی دی.

د وزیرستان په زرګونو زلمي د تیرو پینځوؤ ورځو راهسې میرعلي کې په احتجاجي پرلت بوخت وؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې تر څو هغوئ ته په لیکلې بڼه سیمه کې دهدفي وژنو دمخنیوي ضمانت نه وي ورکړل شوې هغوئ به خپل احتجاج نه ختموي.

د جمعې په ورځ په احتجاج بوخت د وزیرستان زلمو سره د جرګې په مینځګړتوب پولټیکل انتظامیې یو لیکلی تړون هم کړی چې په دغه تړون د شمالي وزیرستان د پولټیکل اؤ د جرګې د غړو لاسلیکونه موجود دي.

په تړون کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو د پیل شوې لړۍ مخنیوي دپاره پولټیکل انتظآمیې اؤ پوځ پرېکړه کړې ده چې انتظامیه اؤ پوځ به په هرکلي کې ګډې ګزمې کوي.

تړون کې دا هم ویل شوي چې د روژې میاشت کې به د تراوؤ ، پیشلمي اؤ روژه ماتي دپاره دامنیت نیولو ځانګړی انتظام کولی شي.

په تړون کې ویل شوي چې د کلیو په کچه خاصه دارو ته د وسلو ورکولو دپاره به دپېښور پوځي‌ مرکز یا کور هیډ کوارټر سره خبرې کولی شي ترڅو دسیمې ولس خاصه دارو سره په ګډه دخپلو سیمو امنیت باوري کړي.

تړون کې ویل شوي چې په سیمه کې دپوځي عملیاتو په مهال د ړنګو شوؤ کورونو د معاوضې دپاره دپوځ سیمه ییز مشر یا جي او جي پخپله د وزیراعظم،د سیفران وزارت اؤ فاټا سیکرټریټ سره خبرې کړي دي اؤ هغوي زر تر زره ددغه ستونزې دهواري باور ورکړی .

همدغه شان د وزیرستان زلمو ته باور ورکړل شوی چې په راتلوکي کې څومره قبائیلي جرګې کیږي هغې کې به د وزیرستان د زلمو ګډون باوري کولی شي.

په میرعلي کې دا احتجاجي ناسته "د وزیرستان ځوانان" ټولنې له خوا پیل شوې وه چې پ د جمعیت علماءاسلام ګوند د پخواني ایم این اې دیندارخان زوی موسٰی کلیم زوئ د نامعلومو کسانو لخو ووژل شو.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوله چې حکومت دي په شمالي وزیرستان کې د وروستیو هدفي بریدونو مخه ونیسي او دوی ته دې په لیکلې بڼه دا باور او ضمانت ورکړي چې نور به هلته بېګناه خلک په هدفي توګه نه وژل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG