لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو فلمونو ځلنده ستوری بیدار بخت چې تر مرګ وروسته هیر شو


بیدار بخت اؤ یاسمین خان
بیدار بخت اؤ یاسمین خان

بیدار بخت (مرحوم) پښتو فلمونو ته د بدرمنیر په مقابله کې راوستل شوی ؤ اؤ دفلمساز عزیز تبسم دا خیال ؤ چې د پښتو د اولني فلم یوسف خان شیربانو د کامیابۍ نه پس د بدرمنیر  په سر کې د شهرت کومه نشه پیدا شوې ده دغه نشه به د بیدار بخت په لونګینه ځوانۍ وباسي

بیدار بخت (مرحوم) پښتو فلمونو ته د بدرمنیر په مقابله کې راوستل شوی ؤ اؤ دفلمساز عزیز تبسم دا خیال ؤ چې د پښتو د اولني فلم یوسف خان شیربانو د کامیابۍ نه پس د بدرمنیر په سر کې د شهرت کومه نشه پیدا شوې ده دغه نشه به د بیدار بخت په لونګینه ځوانۍ وباسي ، چې تر ډیره حده عزیز تبسم پخپله دغه هڅه کې بریالی شوی هم ؤ.

داد کال ۱۹۷۰ خبره ده چې کله په پښتو کې اولنی فلم یوسف خان شیر بانو جوړ شو ، نو خلکو دومره خوښ کړو چې ددغه فلم په هیرو بدرمنیر بیا د فلمسازانو وار نه ؤ ، هر چا به ورله سفارشونه کتل چې باید دهغه فلم کې مخکې کار وکړي ، خو بدرمنیر هم بیا چاسره په کچه تیشڼ(اسټیشن) خبرې نه کولې.

عزیز تبسم هم د پښتو فلمسازانو د جملې نه یو هاغه تن ؤ چې د بدرمنیر ناز اؤ نخرو ورله زړه شین کړی ؤ اؤ بند بنا یې تړله چې څنګه باید اوس د بدرمنیر مقابله کې یو بل داسې ښکلی هیرو پیدا کړي چې بدرمنیر ته پرې شکست ورکړي .

اؤ بیا یو ځل د پېښور سره نزدې باغوانانو ډیرۍ سیمه کې د عزیز تبسم نظر دخپل کور تر څنګ په یو ښکلي لوړ،دنګ ،سور،سپین . خوش لباسه اؤ خوش ګفتاره زلمي ولګیدلو، دغه زلمي نو بیخي دخپل قد ،قامت، اؤ‌ ټیش ټپاش نه داسې بریښیدلو لکه چې د کوم مملکت شهزاده وي.

د ۷۰م په لسیزه کې چې ډیرو کمو خلکو سره خپلې موټرې وې ، دغه ځوان پسې به هر وخت خپل موټر، ډرائیور اؤ نوکران لاس په نامه ګرځیدل ، خو عزیز تبسم زړه کې وپائیله چې دې زلمي سره به ګپ شپ اؤ تعلق جوړوي اؤ بیا به هم په ده بدرمنیر ته ماتې ورکوي.
دغه تعلیم یافته زلمي‌ انجنئیر بیدار بخت ؤ، چې دپیښور داطلاعاتو په محکمه کې یې د انجنئیر په صفت خپله دنده پرمخ وړله.

خانداني پس منظر

بیدار بخت چې دیوشتمن پلار عبدالله جان په کور کې یې په کال ۱۹۴۹ کې د قبائیلي سیمې کرمې ایجنسۍ په سرښار پاړه چنار کې سترګې پرانستې وې ، دقران پاک حافظ ، بې کچه دینداره، خوش اخلاقه ، دمطالعې شوقي اؤ سنجیده انسان ؤ.

دهغه پلار عبدالله جان په بنیادي توګه د پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره تعلق لرلو اؤ دمانسهرې په سواتیانو کې هم د هغوئ‌ کورنۍ بې کچه شتمنه اؤ اثر لرونکې وه.

دپاکستان پخوانی چیف جسټس یا د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي بشیر جهانګیري د بیدار بخت تره ؤ اؤ دغسې د پوځ په لوړو ، لوړو عهدو هم د هغه د کورنۍ خلک فائز وؤ خو بیدار بخت د انجنئرنګ تعلیم وکړو اؤ وروستو پیښور کې په سرکاري نوکرۍ ولګیدلو

بیدار بخت پخپلو اوو وروڼو اؤ دوؤ خویندو کې تر ټولو مشری ؤ همدغه وجه وه چې پخپل پلار ډیر ګران ؤ اؤ هغه ته یې د ژوند هر اسائش برابر کړی ؤ.

دبیدار بخت پلار یو سرکاري افسر ؤ اؤ چې کله د بیدار بخت نوکري په پېښور کې ولګیدله نو هغه له یې په باغوانانو ډیرۍ کې بیل کور جوړ کړو.

فلسماز عزیز تبسم هم دغلته اوسیدلو ، یوه ورځ یې بیدار بخت په نظر شو ، اؤ بیا یې رو په رو هغه سره اړیکې جوړول پیل کړل.

فلمي نړۍ ته تګ

د بیدار بخت مرحوم د کشر رور صابر جهانګیري ترمخه بیا یو وخت داسې هم راغلو چې عزیز تبسم بیدار بخت ته افر وکړو چې باید هغه سره په فلم کې د هیرو په توګه کار وکړي.

دغه افر بیدار بخت ته په داسې وخت کې شوی چې هر خوا د بدرمنیر دشهرت چرچې خورې وې اؤ بیدار بخت پخپله هم د بدرمنیر دغه فلم کتلی ؤ نو که هرڅو یې ددغه افر یا وړاندیز رد کولو ته زړه نه کیدلو خو بیا یې هم دخپل پلار د سخت خوئ له ویرې فلمساز عزیز تبسم ته وویل چې هغه په فلمونو کې کار نه شي‌کولی.

خو عزیز تبسم چې ضد یې نیولی ؤ په هر حال کې به بیدار بخت فلمي نړۍ ته راولي اخر یې هغه دې ته مجبوره کړو چې دپلار نه په پټه فلم انډسټرۍ ته لاړ شي ،

دا هم د اویایم لسېزه وه اؤ په لاهور کې ارمان فلم جوړیدولو ، عزیز تبسم په دغه فلم کې بیدار بخت ته دهیرو مرکزي کردار ورکړو.

کله چې فلم جوړ شو اؤ په سینیما نندارې ته وړاندې شو نو په پېښور اؤ کراچۍ کې به چې په کومه سینیما دغه فلم لګیدلی ؤ هغې کې به د پښې ایښودلو ځائ نه ؤ.

دغه فلم دومره سپرهټ لاړو چې دپېښور په یو سینیما خو په مسلسل ډول خواوشا یو نیم کال چلیدلی ؤ.

د فلم ارمان سره د بیدار بخت د شهرت چرچې هم خورې شوې اؤ چې کله د هغه پلار ته معلومه شوه چې زوئ یې فلم کې کار کړی دی ، نو دومره غصې ونیولو چې بیدار بخت یې په دغه عمل دخپل ګور نه وویستو.

خو د بیدار بخت رور صابر جهانګیري وایي چې بیا د هغوئ دکورنۍ مشران د بیدار بخت په پلار جرګه شول اؤ هغه یې دې ته رضا کړو چې بیدار بخت کور کې هم پریږدي اؤ په فلمونو کې دکار کولو اجازت هم ورکړي.

څومره اؤ کومو فلمونو کې یې کار کړی؟

بیدار بخت خواوشا ۳۵۰ فلمونو کې د هیرو په توګه کار کړی ، په دغو فلمونو کې زیاتره داسې هم دي چې هغه پکې بدرمینر سره د غبرګ هیرو په توګه خپل صلاحیتونه ښکاره کړي دي.

د هغه په مشهورو فلمونو کې ارمان، احسان،قیدي ، اجرتي قاتل، دښمن،دا ګز دا میدان، امتحان، شرافت ،لمبې، انګار، بندیوان ، خیر به شي ، دانصاف تله، قانون اؤ داسې ګڼ نور فلمونه شامل دي.

په زیاترو فلمونو کې به بیدار بخت د پولیس افسر رول ترسره کولو اؤ دپولیس افسرۍ دغه رول د بیدار بخت د ژوند ختمیدو سبب هم ګرځیدلی .

بیدار بخت مرحوم د ژوند په روستۍ برخه کې په پوډرو یا هیروئنو روږدي شوی ؤ اؤ پخپل ژوند یې ددې کرښو لیکونکي ته ویلي وؤ دا پوډر مې داسې شورو کړي وؤ چې ما به کله فلم کې د پولیس افسر رول کولو نو خېټه به مې یونیفارم کې بهر راوتلې وه، هغې ډیر پریشانه کړی وم ، یو دوست مې راته یو ځل دا شی (پوډر) راوړل اؤ راته یې وې دا څکه خېټه به دې ختمه شي

بیدار بخت ویل هغه ساده کلیوال سړی ؤ، پوډر ، موډر یې چرته پیژندل ، اؤ چې کله یې دهغې په استعمال خېټه لږه کمه شوه نو بیا یې سم زور ورکړو اؤ ښه ډیر یې استعمالول.

وروستو د پوډرو نشې په کټ وغورځولو اؤ بیابیلې ناروغۍ ورپغاړه شوې ،

په نهم اکتوبر کال ۱۹۹۶ کې هغه خپلې سترګې د مدام دپاره ددې فانې دنیا نه پټې کړې اؤ د مانسهرې په صفدر روډ بانډه لال خان کې خپلې پلرنۍ مقبره کې خاورو ته وسپارل شوږ

بیدار بخت نه یوه کونډه اؤ اؤ دوه ماشومان یتیمان پاتې شوي دي ، زوئ یې نن سبا په انګلینډ کې زده کړې کوي اؤ لور یې په کور ناسته ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG