لاس رسیدونکی لینک

 
ار ایس ایف:افغانستان کې دخبریالانو ژوند ته ګواښونه پېښ دي
تازه خبر

ار ایس ایف:افغانستان کې دخبریالانو ژوند ته ګواښونه پېښ دي


دغه سازمان پخپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې دتیر یو کال په مهال افغانستان کې دخبریالانو د وژلو اؤ زورؤلو کچه لوړه شوې اؤ د هغوئ ژوند ته بېلا بیل ګواښونه پېښ دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان ار ایس ایف افغانستان کې د خبریالانو د وژل کیدلو اؤ زورؤل کیدو پېښو کې په زیاتوالي راتللو ژوره اندیښنه ښودلې اؤ دافغانستان په دولت یې غږ کړی چې باید د هاغو وسله والو ډلو مخه ونیسي چې خبریالان وژني یا یې زوروي.

دغه سازمان پخپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې دتیر یو کال په مهال افغانستان کې دخبریالانو د وژلو اؤ زورؤلو کچه لوړه شوې اؤ د هغوئ ژوند ته بېلا بیل ګواښونه پېښ دی.

دبې پولې خبریالانو دغه سازمان ویلي په تیرو خواوشا دوه نیمو کالو کې دافغانستان په خاوره ۳۶ خبریالان د وسله والو ډلو داعش اؤ طالبانو په بریدونو کې وژل شوي.

دخبریالانو دغه سازمان پخپله اعلامیه کې ویلي په یوه ورځ دافغانستان دننه د ۱۱ؤ خبریالانو وژل کیدل ساری نه لري اؤ دغو پېښو افغانستان کې د خبریالانو ژوند ته پېښ ګواښونه نور هم په ډاګه کړي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې خبریالان یوازې وسله والو ډلو نه بلکې دافغانستان د امنیتي ځواکونو هم زورؤلي دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې په فرااه ولایت د یو شمیر خبریالانو ژوند د خطرو سره مخ دی اؤ افغان دولت باید په ګرد هیواد کې د خبریالانو د ژغورنې اصل ته پام وګرځوي

په افغانستان کې د رسنیو د څار یوه وتلې ډله (نی) وايي، د تېرو ۱۷ کالو په موده کې نږدې ۱۰۰ خبریالان چې د کورنیو او بهرنیو خبري رسنیو سره یې کار کولو وژل شوي دي.

شمیرې ښایي چې دا مهال افغانستان کې د ژورنالستانو په وړاندې د تیري لږ تر لږه ۱۵۰۰ کیسونه راجستر شویدي.

افغان چارواکي وايي، د حکومت او رسنیو ګډې کمیټې د ژورنالستانو په وړاندې تر ۱۰۰۰ د زیاتو پېښو په اړه پلټنې کړیدي او دوسیې یې محکمې ته استول شویدي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر سید حسین اغا سنګچارکي وايي، د ژورنالستانو د وژنې په اړه ځینې دوسیې بشپړې او مجرمین د مرګ په سزا هم محکوم شویدي.

د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې ورځ د روان کال د اپریل ۳۰ وه په کومه کې چې په کابل کې د دوو خونړیو چاودنو په ترڅ کې نهه ژورنالستان ووژل شول

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG