لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښايي د امريکې بندېزونه د افغانستان او ايران سوداګري اغېزمنه کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او د صنايعو خونې ويلي د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري چې مخ په سېوا کېدو وه د امریکې لخوا په ايران د بندېزونو له امله د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ منفي اغېزې وشي.

امريکا چې د ايران سره د ايټمي تړون څخه وتلي او ويلي يې دي په دغه هېواد به سخت بندېزونه ولګوي د افغانستان په څېر پاکستان هم دغه ډول اندېښنې څرګندې کړي چې د پاکستان او ايران په اقتصادي اړيکو به يې منفي اغېزې وشي.

د طلوع نيوز ترمخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مشر عتيق الله نصرت ويلي افغان سوداګر غواړي چې د ايران او د ايران د لارې د هند سره سوداګري سېوا کړي.

او نوموړي ویلي دوي په ويره کې دي او نه دي خبر چې په ايران بندېزونه ولګي کومه برخه ډېره اغېزمنوي، او دوي په دغه اړوند خپلې اندېښنې په کابل کې د امریکا د سفارت سره هم شريکې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويلي افغانستان به د خپلو ملي ګټو ترمخه د ايران او سيمه ييزه هېوادونو سره تجارت دوامداره ساتي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان د تاؤژنو اړيکو له امله د دواړه هېوادونو سوداګري نزدې نيمه راکمه شوې اوافغانستان بيا خپله سوداګري ايران او هند ته غځولې ده.

د مې په مياشت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا ويلي ؤ د پاکستان او افغانستان سوداګري په تېر دوه کاله موده کې د ۲.۷ اربه ډالرو نه ۱.۲ اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

د افغان چارواکو په څېر پاکستان هم دغه ډول اندېښنه څرګنده کړې چې که امريکا د ايران د ايټمي تړون وتلو وروستو په دغه هېواد بندېزونه لګوي په پایله کې يې منفي اغېزې د پاکستان او ايران ترمنځ دوه اړخيزه معاهدو باندې کېدی شي.

په وروستيو کې اسلام اباد او تهران داسې ليدل شوي چې دوه اړخيزه اقتصادي اړيکې يو بل سره ښې کړي.

پاکستان په دې هيله ؤ چې د ايران څخه بندېزونو لرې کېدو په صورت کې به اسلام اباد د ايران څخه پاکستان ته د راتلونکي پايپ لاين پروژه بشپړه کړي.

خو د تهران او واشنګټن د تازه تاؤ تريخوالي له امله به د اربونو ډالرو دغه پروژه نوره د ځنډ ښکار شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG