لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راتلونکی کال د ډالر په بدل کې د پاکستانۍ روپۍ د نورې غورځېدو امکان دی


د کرېډټ يا اقتصادي اعتبار معلومولو نړيوالې ادارې "موډي" پېشبيني کړې ده چې په راتلونکي يو کال کې به د ډالر په پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم کم شي.

موډي انوسټر سروسسز نومې دغه نړيواله اداره وايي د ۲۰۱۹م کال تر جون مياشتې پورې به يو امريکايي ډالر په ۱۲۵ روپۍ اخستل کېږي، چې په دغه حساب به د روپۍ په اوسني ارزښت کې ۷.۷۵ ٪ کمی راشي.

موډي د پاکستان د اقتصادي باور يا کرېډټ په اړه په خپل تازه رپوټ کې ويلي، د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت غورځېدو يو لوی علت بهرنۍ قرضې دي چې وخت په وخت ورته پاکستان د روپۍ قدر کموي او د تېر دسمبر نه تر مارچ مياشتو پورې د روپۍ ارزښت ۱۰٪ کښته کړی دی.

موډي په دغه رپوټ کې ويلي، له چين سره روانه د اقتصادي لارې جوړولو منصوبه به په پاکستان کې اقتصادي وده راولي.

د موډي رپوټ وايي په نړيواله کچه د تېلو د بیو له زياتېدو سره به په پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره لوړيږي او د روپۍ ارزښت به ورسره نور کمېږي.

دغه د ارزونې اېجنسۍ وايي پاکستان د خپلې اقتصادي خسارې د پوره کولو لپاره نورې بهرنۍ قرضې اخلي، وايي له دې سره د پاکستان پر زرمبادله نور فشار زياتېږي چې ورسره په ډېر کم وخت کې د زرمبادلې زېرمې ۱۰.۷ اربه ته غورځېدلې دي.

د موډي رپوټ وايي پر پاکستان باندې د بهرنیو قرضو زياتېدونکي بوج د دغه هېواد د نورو قرضو وړتيا کمزورې کړې ده او زياتوي چې پر پاکستان د ۲۰۱۶م کال راهیسې د بهرنيو قرضو بوج مخ پر زياتي دی.

د کرېډټ يا اقتصادي اعتبار معلومولو نړيواله اداره "موډي" وايي، په پاکستان کې سياسي کړکېچ، ترهګري او د ادارو په خپلو کې تضاد په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې په لار کې لوی خنډونه دي خو زياتوي که له چين سره د اقتصادي لارې منصوبه په ښه شان عملي شوه نو له دې سره به د دې هېواد کورنۍ او بهرنۍ سرمايه کاري وده وکړي او د پاکستان اقتصاد به ورسره ډېر ښه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG