لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیې له افغانستان سره هوایي سوداګریزه لاره پرانستله


ترکیې له افغانستان سره د نهې یا سې شنبې په ورځ هوايي سوداګریزه لاره پرانستله چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وده او پرمختګ وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل، افغانستان غواړي چې له ترکیې سره خپله سوداګريزه همکاري زیاته کړي او هېواد به یې ترکي سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

له ترکې سره د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې ددغه هوايي لارې (دهلیز) د پرانستلو په مراسمو کې ښاغلي رسا وړاندې وویل، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته شي.

نوموړي دا هم وویل، چې همدا نن یعنې د نهې یا سې شنبې په ورځ به ۱۵ ټنه وچه مېوه او غالۍ د ترکيې د هوايي شرکت (ترکیش ایرلاین) د الوتکې له لیارې ترکیې ته واستول شي.

د پرانستې په دغو مراسمو کې د ترکیې سفیر د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه چې د ترکیې د بنسټګر مصطفی اتا ترک او د افغانستان د پخواني پاچاه امان الله خان له وخته روانې دي.

افغانستان تر دې مخکې له هندوستان او قزاقستان سره هم سوداګریز هوايي هلېزونه (لارې) پرانستې دي.

دا مهال د افغانستان د سوداګرۍ کچه نږدې اته نیم میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې په کې د ۷۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او شاوخوا اوه نیم میلیارد ډالره واردات شامل دي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بې خوند کېدو له امله په خورا زیاتې ټېټې کچه کې دي.

د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر زاهدالله شینواري وي او اې ډیوې ته ویلي و چې د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري بیخي زیاته کمه شوې او ښايي ختمه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG