لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدرټرمپ:کیدی شي دشمالي کوریا مشر سره مې لیدنه وځنډیږي


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اشاره ورکړې ده چې د شمالي کوریا مشر کم جونګ سره راتلونکې میاشت کې دده ټاکل شوې لیدنه ځنډیدلی شي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اشاره ورکړې ده چې د شمالي کوریا مشر کم جونګ سره راتلونکې میاشت کې دده ټاکل شوې لیدنه ځنډیدلی شي.

د سه شنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د جنوبي کوریا صدر مون جائی سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته صدر ټرمپ ویلي کیدی شي دغه لیدنه د ټاکل شوي پروګرام په اساس په ۱۲ جون ونه شي

هغه وویل قوي احتمال دی چې کم جونګ سره به لیدنه کوي خو که دا لیدنه په ۱۲جون ونه شوه نو کیدی شي له دې نیټې وراخوا په بل یو مناسب وخت وشي.

صدر ټرمپ د کم جونګ سره له خپلې لیدنې وړاندې د امریکا اؤ شمالي کوریا د چارواکو ترمینځ دپیل شوؤ تماسونو اؤ وړومبنیو خبرو اترو ستائنه هم وکړه اؤ دې ته یې د یوې ښې تجربې نوم ورکړو.

صدر ټرمپ خبریالانو ته وویل هغه دا ګڼي چې د شمالي کوریا مشر سره تجویز کړل شوي ملاقات ته ښه سنجیده دی خو غواړي چې له دغې لیدنې وړاندې شمالي کوریا په څو شرطونو عمل وکړي اؤ امریکا هیله لري چې شمالي کوریا به داشرطونه سرته ورسوي.

کله چې ټرمپ څخه خبریالانو پوښتنه وکړه چې هغه کوم شرطونه دي ؟ نو وئ ویل “زه غوره ګڼم چې ددې پوښتنې ته ځواب ونه ویم “خو ددې ترڅنګ صدر ټرمپ خپل دا دریځ تکرار کړو چې شمالي کوریا ته به دخپلو اټومي وسلو نه لاس اخستل وي.

دامریکا اؤ شمالي کوریا د مشرانو تر مینځ د لیدنې اعلان امریکایي چارواکو روانه میاشت کې کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دغه لیدنه به په ۱۲جون سنګا پور کې کولی شي.

خو تیره اوونۍ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر دقهر نه یو ډک بیان جاري کړو اؤ وئ ویل که امریکا شمالي کوریا په یو اړخیز ډول دفشار لاندې راولي نو شمالي کوریا به د دواړو مشرانو په تجویز کړل شوي ملاقات بیا دسره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG