لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا د اټومي ازموینو د سایټ تړل کېدو ته د جنوبي کوریا خبریالان هم ورسېدل


شمالي کوریا د جنوبي کوریا خبریالانو ته د خپلو اټومي ازموینو د ځای (سایټ) د بندېدو چارو ته د ورتګ اجازه ورکړه.

د جنوبي کوریا اته خبریالان د شورو یا چهارشنبې په ورځ نېغ په نېغه شمالی کوریا ته ورغلل.

دوی د هغو بهرنیو خبریالانو له ډلې جلا کړای شوي وو چې د امریکايي، برتانوي، چینايي او روسي ژورنالستانو څخه جوړه شوې وه او د نهې یا سې شنبې په ورځ له چین څخه شمالي کوریا ته ولاړه.

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دوي خبریالان لومړی د شمالي کوریا لخوا رد شوي وو او بیا د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو وروسته هغوی ته اجازه ورکړل شوه.

د جنوبي کوریا اته واړه ژورنالستان په یوې پوځي الوتکه کې نېغ په نېغه د شمالي کوریا وانسن ښار ته ورسېدل چېرې چې د نورو بهرنیو ژورنالستانو ډله هم ورغلې وه.

د بهرنیو ژورنالستانو دغه ډله به ۱۲ ساعته په اورګاډي، څو ساعته په بس موټر او بیا پیاده مزل کوي چې د پنجېرې په نامه د اټومي ازموینو هغې سیمې ته ورسېږي کومه چې په لیرو غرونو کې پرته ده.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې دوی به د اټومي ازموینو دغه سایټ د کېم جان اون او د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جون د ۱۲ نېټې د سرمشریزې لپاره د یوه ښه نیت په توګه وتړي.

خو پیانګ یانګ په ناڅاپي توګه د تېرې اونۍ د لوړې کچې خبرې د امریکا او د جنوبي کوریا د روانو پوځي تمرینونو په غبرګون کې کنسل کړې وې.

پیانګ یانګ تر هغې راوروسته داسې هم ویلي و چې کیدای شي دوی دغه سرمشریزه له دې امله رد کړي چې د امریکا لخوا په یو اړخیزه توګه د بې وسلې کېدو په برخه کې شرایطو باندې عمل نه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG