لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: سرکاري کمېشن د بې درکه بلوڅانو قضیې اوري خو ماما قدیر ترې بایکاټ کړی


د جبري بې درکه کسانو سرکاري کمېشن له تېرو درو ورځو په بلوچستان کې د بې درکه بلوڅانو د مقدمو اورېدنه پیل کړې ده، خو د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي سازمان د سرکاري کمېشن له مشرانو سره له لیدو بایکاټ کړی دی.

د یوه بې درکه بلوڅ شبیر بلوڅ قضیه هم واورېدل شوه، چې درې کاله مخکې په جبري توګه بې درکه کړل شوی دی. د هغه مېرمن زرینه بلوڅ کمېشن ته وړاندې شوه او وروسته یې رسنیو ته وویل:

"شبیر بلوڅ له تېرو درو کلونو ورک دی خو تر اوسه یې ایف ای آر [لومړی رپوټ] پولیسو نه دی درج کړی، کمېشن د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې په دوو ورځو کې دې د هغه ایف ای آر درج کړل شي".

زرینه وایي شبیر بلوڅ د بلوڅو زده کوونکو د سازمان (بي ایس او) د اطلاعاتو سیکرتر وو، چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې له ۲۵ نورو کسانو سره له کېچ ضلعې په جبري توګه بې درکه کړل شو، خو وایي له هغوی څخه شل تنه بیرته را خوشي کړل شوي، مګر د شبیر په شمول شپږ تنه لا هم ورک دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ جلسه کې د جبري بې درکه سیندیانو د کورنیو ښځې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ جلسه کې د جبري بې درکه سیندیانو د کورنیو ښځې.

د بې درکه کسانو لپاره سرکاري کمېشن په داسې وخت کې په بلوچستان کې د بې درکه بلوڅانو د قضیې اورېدنه پیل کړې، چې هلته په اسلام اباد کې سیندي زده کوونکو د پریس کلب مخې ته د جبري بې درکه سیندیانو د موندنې لپاره له تېرو درو ورځو احتجاج پیل کړی دی.

د امریکې د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټۍ یوه غړي بریډ شرمین په سیند ایالت کې د مدني فعالانو او ملتپالو ګوندونو د غړو پر جبري بې درکۍ سخته اندېښنه څرګنده کړې او د امریکې پر حکومت یې ټینګار کړی چې دا موضوع له پاکستان سره را پورته کړي:

"زه دا پېښه په کلکه غندم چې تېر اتوار- یکشنبه [په کراچۍ کې] پېښه شوه، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د جبري بې درکه کسانو پر کورنیو برید وکړ، ځکه هغوی د خپلو بې درکه کسانو لپاره د لوږې احتجاج کاوه".

بلوچستان ته د بې درکه کسانو د ورغلي سرکاري کمېشن مشري متقاعد قاضي محمد غوث کوي، چې هلته په سېول سیکرټرېټ کې د مې له ۲۱مې د بې درکه خلکو مقدمې اوري. ټاکل شوې چې دغه کمېشن به د مې تر ۲۶مې د ۹۰ بې درکه کسانو د مقدمو اورېدنه کوي.

ټاکل شوې وه چې د بي ایس او سازمان د بې درکه مشر زاهد بلوڅ د مقدمې اورېدنه هم وشي، خو کورنۍ یې عدالت ته نه ده ورغلې او ډېرو نورو کورنیو هم د خپلو بې درکه کسانو لپاره د سرکاري کمېشن له مشرانو سره نه دي لیدلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور جلسه کې د جبري ورکو پښتنو د کورنیو غړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور جلسه کې د جبري ورکو پښتنو د کورنیو غړي.

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، دوی د سرکاري کمېشن له مشرانو سره لیدل نه غواړي:

"موږ پر دې کمېشن بېخي باور نه لرو، اته کاله مخکې دا کمېشن جوړ شوی او موږ څو کاله ورته پېش شو خو بیا مو بایکاټ ځنې وکړ، ځکه دوی هیڅ نه شي کولای، نه یې بې درکه خلک منظرعام ته راوړي، نه یې عدالت ته وړاندې کړي او نه څوک خوشي شوي دي، موږ بېخي ځنې ناهیلي یو".

په پاکستان کې نه یواځې بلوڅان او سیندیان بلکې پښتانه هم شکایت کوي چې په زرګونه کسان یې له قبایلي سیمو او پښتونخوا صوبې په جبري توګه بې درکه دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه همدا ده چې وایي زرګونه بې درکه پښتانه- چې وایي پاکستاني امنیتي ادارو له ځان سره ساتلي- دې عدالتونو ته وړاندې شي.

د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي تور لګېږي چې له فاټا، پښتونخوا، بلوچستان او سیند څخه یې زرګونه خلک په جبري توګه بې درکه کړي او ډېر یې په غیرعدالتي توګه وژلي دي، خو حکومت او ریاستي ادارو تل دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG