لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په جعلي نوم د ايمېل خبرتیا ورکړې


د پاکستان پوځ انټرنېټ کارؤنکو ته خبرتيا ورکړې چې د ايي اېس پي ار په نوم جعلي ايمېل کيږي بايد خلک دا په پام کې وساتي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د سائبرخبرتيا په اړوند خپرپاڼه کې سپيناوی کړی که چاته د​ invite@ispr.press به نوم راغلو د دې به د ايي اېس پي ار سره هيڅ تعلق نه وي.

ايي اېس پي ار ويلي که چاته هم دغه ايمېل راغلو، چې خلاص يې نه کړي، ډيليټ دې کړی شي.

خبرپاڼه کې ويل شوي که په غلطۍ سره دغه ايمېل تاسو خلاص کړئ نو په ايمېل کې دننه موجود لنک باندې ټک، کلک مه کوئ.

ويل شوي که چرته تاسو په لنک کلک کوئ نو ستاسو کمپيوټر، موبايل او ايي پېډ ته خطره پېښېدی شي.

ايي اېس پي ار ويلي خپل ډومېن يې د ispr.gov.pkپه نوم دی بل هيڅ ډومېن نه لری.

له دې وړاندې هم ايي اېس پي ار داسې خبرتیا ورکړې وه چې د ايي اېس پي ار په نوم څوک تن جعلي ټيليفونونه کوي.

ايي اېس پي ار د دغو ټيليفون په اړوند ويلي هيڅ تړاؤ ورسره نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG