لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلیمان دقبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو منظوري ورکړه


دپاکستان قامي اسمبلۍ دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو دپاره د ۳۱م ائیني بدلون د قانوني مسودې منظوري ورکړې چې له دې وروسته به اوس دا مسوده دسینیټ څخه منظوریږي اؤ بیا به دقانوني بڼې پخپلولو دپاکستان قبائیلي سیمې په باقاعده توګه دخیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي.

دپاکستان ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو اؤ قبائیلي مشرانو د قامي اسمبلۍ څخه د فاټا خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو دمسودې په منظوریدو خوشحالي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې قبائیلو ته د هیواد په تاریخ کې په لمړي ځل د وګړتوب اصل حقونه ورکړل شوي دي.

دقانوني مسودې مخالفت

پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ اؤ جمعیت علماء اسلام ګوندونو پارلیمان څخه د قانوني مسودې د منظوریدو په مهال سخت احتجاج کړی اؤ ویلي‌یې دي چې حکومت په قبائیلو په زوره خپله خوښه تپي چې ددې به ښې نتیجې رابرڅیره نه شي.

ټاکل شوې ده چې دائیني تقاضو له مخې به دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ په څیر د خیبر پښتونخوا اسمبلي هم ورځ ، دوه کې دغسې یوه قانوني مسوده منظوره کړي.

په دغه قانوني مسوده چې کله دهیواد صدر لاسلیک وکړي نو قبائیلي سیمو کې به ټول واک د صدر اؤ ګورنر د لاسه اوځي اؤ صوبایي حکومت ته به په لاس ورشي اؤ هم به د ایف سي ار قانون ختم شي.

فاټا ته به په لاس څه ورشي ؟

داین ایف سي ایوارډ د لاندې به فاټا ته د۲۴اربو روپو ترڅنګ ۱۰۰ اربه روپۍ اضافي هم ورکړل کیږي اؤ دلسو کالو دپاره به ورته د۱۰۰۰ اربو روپو ځانګړې پنګه هم ورکول کیږي چې دغه پنګې به یوازې په قبائیلي سیمو مصرفیږي.

دائیني بدلون له مخې به د سپریم کورټ اؤ پیښور هائیکورټ د واک لمنه قبائیلي سیمو ته غځولی ، نیمې قبائیلي سیمې به ختمولی اؤ فاټا کې به تر پینځوؤ کالو له خلکو ټیکسونه نه اخستل کیږي.

ددغه ائیني بدلون سره به فاټا دخیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي خو ددغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ اؤ د سینیټ اته چوکۍ به پخپل ځایې پاتې وي.

راتلونکي کال کې به قبائیلي سیمو دپاره صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي اؤ په قبائیلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین پځائ کیږي

حکومتي اؤ سیاسي غبرګون

وزیراعظم ښاغلي شاهد خاقان عباسي قامي اسمبلۍ نه ددې قانوني مسودې په منظوریدو خوښي ښکاره کړې اؤ دخپلو مخالفو ګوندونو مننه یې کړې چې د مسودې په منظورؤلو کې یې دحکومت سره همکاري وکړه.

هغه وویل په ائین کې ددې بدلون مقصد دادی چې دفاټا اولس ته هم هغه ټولې اسانۍ ورکړل شي چې دهیواد د نورو برخو خلکو ته ترلاسه دي.

هغه وویل دې قانوني مسوده کې د بلدیاتي اؤ صوبایي اسمبلۍ د ټولټاکنو خبره هم شامله ده اؤ د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ دننه دقبائیلو د استازیتوب خبره پکې هم په نظر کې نیول شوې ده.

په قامي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر سید خورشید شاه قامي اسمبلۍ نه ددې مسودې په منظوریدو خوښي ښودلې اؤ ویلي یې دي چې دقبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې د ورګډیدلو په حواله نن یوه مهمه اؤ لویه ورځ ده.

هغه ویلي چې اوس به په حقیقي معنو کې د قبائیلي اولس ژوند کې بدلون راشي اؤ هغوئ به هم انصاف ومومي

د مخالفې ډلې تحریک انصاف مشر عمران خان قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي ددې قانوني مسودې منظوریدو سره نن دپاکستان ګټه شوې ده

هغه ویلي چې د قبائیلو یوه ډیره پخوانۍ غوښتنه نن سرته ورسیدله اؤ دې سره به دقبائیلو ستونزې کمې شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG