لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د ايي اېس ايي پخواني مشر اسد دراني نه په کتاب سپيناوی غوښتی


پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د سخت فشار او نیوکو وروستو پوځ د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) پخوانی مشر اسد درانی پوځي مرکز جي اېچ کيو ته د سپيناوي دپاره بللی.

اسد دراني د هند د استخبارتي ادارې (را) د پخواني مشر امرجيت سينګهـ دلت سره په يو شمېر جنګي رازونو په ګډه کتاب ليکلی دی.

دغه کتاب چې (سپايي کرانيکلز: را ، ايي اېس ايي اېنډ الوژن اف پيس) نوميږي پکې د اسد دراني په اړوند د ترهګرۍ، کشمير د لانجي، ممبۍ ترهګر بريدونو او يو شمېر جنګي چالونو په اړه څرګندونې شوي دي.

د پوځ وياند په ټویټر ليکلي، (لفټننټ جنرال ریټايرډ اسد درانی په ۲۸مې جي اېچ کيو ته بلل شوی، چې د (سپايي کرانيکلز) کتاب په اړوند سپيناوی وکړي. او هغه به د پوځي قاعدو د سرغړونې سپيناوی کوي کومې چې حاضر سروس او ريټايرډ شوي افسران مني".

په ياد کتاب کې د دراني لخوا ليکل شوي چې پخوانی وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي چې هغه په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن پرضد د امريکايي پوځي سرتېرو د عملياتو څخه خبر ؤ، او پاکستان په خپله امریکايي کمانډوزو ته د اسامه پرضد د عملیاتو امر کړی ؤ.

هغه ويلي د اسامه بن لادن پرضد د عملياتو په وخت د پاکستان پوځ له ناکامي منل په سياسي توګه يو اسان کار ؤ، خو د اسامه په مرګ کې ورته د امریکا همکاري ګرانه ښکارېده نو ځکه يې نه منل چې پاکستان په دغه کار کې د امريکا سره مرستې کړي دي.

په کتاب کې د ښاغلي دراني په اړوند ليکل شوي چې د القاعده د پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن په سر د امریکا او پاکستان جوړ جاړی شوی ؤ .

دراني ويلي د اسامه بن لادن د وژنې نه يواځې څو ورځې وړاندې د کال ۲۰۱۱م د اپرېل په ۲۹ د امریکايي جنرال پيټرياس او د پاکستان د پوځ د هغه وخت مشر جنرال اشفاق پروېز کياني په پاکستان کې د ليدنې يادګېرنه هم کړې ده چې په دغه ليدنه کې د اسامه په سر جوړ جاړی شوی ؤ.

د پاکستان سياست مدارو د ايي اېس ايي د پخواني مشر د هند د را د مشر سره په ګډه په کتاب ليکلو سختې نيوکې کړي دي.

پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي که د ممبۍ بريدونو په اړوند د هغه په خبره د ملي امنيت غونډه رابلل کيږي بايد په دغه کتاب هم د ملي امنيت غونډه راوبلل شي.

د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي د سېنېټ پخواني چيئرمېن سېنېټر رضا رباني پرون د جمعې په ورځ په سېنېټ کې ويلي که دغه کار يو سياستوال کړی وی د يو هندي سياستوال سره په ګډه يې کتاب ليکلی وی وختي به پرې د غدارې ټاپې لګېدلې وې.

رباني ويلي په داسې حال کې چې د پاکستان او هند اړيکې تاؤژنې دي داسې کتاب چاپ کېدل د حېرانتيا خبره ده او نوموړي د دفاع وزير خرم دستګيرخان نه په دغه اړوند ځواب غوښتی دی.

د ياد کتاب په اړوند په ټولنيزو رسنيو هم تود بحث روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG