لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندي پوځ وایي له پاکستان سره پر پوله یې څلور وسوال وژلي دي


د هند پوځ خبر ورکوي په یوه نښته کې لږ تر لږه څلور هغه مشکوک وسلوال وژلي دي، چې وایي غوښتل یې د پاکستان له خاورې د هند تر ولکه لاندې جنجالي سیمه کشمیر ته ور واوړي.

د هندي پوځ ویاند کرنل راجیش کالیا وایي، نښته د خالي- شنبې په ورځ سهار وختي هغه مهال پیل شوه، چې ځواکونو یې له ګډې پولې سره د هغو وسلوالو مخه ونیوله، چې درنې وسلې یې لرلې.

د کالیا په وینا په سیمه کې د وسلوالو په ضد عملیات لا هم دوام لري، خو وایي د دوی کوم سرتېري ته په پکې زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه کومې ازادې سرچینې لا نه ده تایید کړې، چې د کشمیر په لرې پرته غرنۍ سیمه تنګدار کې دي جګړه پېښه شوې وي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم له هندي پوځ سره د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

انډین ایکسپریس ورځپاڼه وایي، دا نښته په داسې وخت کې شوې چې د هندي پوځ مشر جنرل بیپین روات پر پاکستان ږغ کړی، چې د امن په خاطر دي د پولې له لارې مداخله بنده کړي. ښاغلي روات ویلي:

"موږ له پولې سره امن غواړي خو پاکستان په پرله پسې توګه له جنګ بندۍ سرغړونه کوي، په داسې حال کې موږ باید ځواب ورکړو، خو که پاکستان امن غواړي موږ ورسره خبرو ته تیار یو".

په کشمیر کې فعالې وسلوالې ډلې غواړي چې کشمیر ټول یو شي او یا د پاکستان تر واک لاندې وي او یا د یوه ازاد هېواد حیثیت ولري.

خو هند پر پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې هغو یاغیانو ته وسلې او روزنه ورکوي چې په کشمیر کې جنګېږي خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG