لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محکمه:فلمي ستورې میرا پېغله نه،دمیړه ښځه ده،نکاح یې شوې ده


دپاکستان یوې محکمې ددغه هیواد د وتلې فلمي ستورې میرا دا دعوه بې اساسه بللې چې ګنې هغه د عتیق الرحمان نومې سړي ښځه نه ده اؤ پخپله پریکړه کې یې ویلي چې عتیق الرحمان سره د میرا د واده شوې نکاح نامه بیخي حقیقي ده.

د اردو فلمونو ستورې میرا پاکستان کې د ودونو په سکینډلو اؤ خپل مات ګوډ انګلش ویلو زیاته مشهوره ده اؤ په ټولنیزو رسنیو اؤ پاکستاني میډیا زیاتره وخت دهغې په هکله بحثونه روان وي.

په کال ۲۰۰۹ کې وروسته له هغې میرا د کورنیو شخړو د هواري محکمې ته مراجعه وکړه چې دعتیق الرحمان په نوم یو سړي دعوه وکړه چې میرا د هغه ښځه ده اؤ باقاعده نکاح یې ورسره شوې ده.

د میرا وکیل محکمه کې دریځ خپل کړی ؤ چې عتیق الرحمان د ځان مشهورؤلو دپاره میرا سره د دنکاح دعوه کړې اؤ دخپلې دعوې د ثبوت دپاره ورسره هیڅ اصل اسناد نه شته.

میرا هم دا دریځ لري چې هغه تر اوسه پیغله ده اؤ واده یې نه دی کړی.

خو عتیق الرحمان د میرا سره د خپل واده عکسونه اؤ نکاح نامه هم میډیا ته ښودلې ده،

عتیق الرحمان سره دمیرا دنکاح په مهال اخستل شوی عکس
عتیق الرحمان سره دمیرا دنکاح په مهال اخستل شوی عکس

میرا د محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې عتیق سره دهغې نکاح دې دروغ وګرځوي نو محکمې قابو نهه کاله وروسته په دغه دوسیه خپله پریکړه کې د میرا دعوه رد کړې اؤ دعتیق الرحمان سره یې د هغې نکاح حقیقت ګرځولې ده.

محکمې د ۱۸ؤ پاڼو پخپله پریکړه کې لیکلي چې د میرا دنکاح نامې نکاخوان هم باقاعده پخلی کړی دی.

محکمې ویلي د میرا اؤ عتیق الرحمان تر مینځ جګړه په یو کور پیل شوې وه.

له دې وړاندې هم دکیپټن نوید نومې یو زلمي سره په انټرنیټ د میرا یوه جنسي اړیکې ویډیو خپره شوې وه چې ددغه ویډیو له خپریدو وروسته کپیټن نوید مطبوعاتو ته وویل میرا سره دهغه واده شوی خو میرا د واده خبره نه وه تصدیق کړې اؤ دغه ویډیو یې جعلي بللې وه

میرا خپل عمر ۴۱ کلن ښایي خو مطبوعاتو کې اکثر په هغې طنزونه کیږي اؤ ویل کیږي د واده دپاره د زلمي پیدا کولو په غرض میرا ځان پیغله ، پیغله ښایي خو نور هغې عمر خوړلی اؤ اوس یوه د پاخه عمر ترور، یا چاچي ښکاري

XS
SM
MD
LG