لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتون ملت پاله کورنۍ غړی دپاکستان دوزیراعظم په څوکۍ


د سوات سیمې سره د تعلق لرونکي ۶۸ کلن ناصر الملک تعلق د یوې ملت پاله سیاسي کورنۍ سره دی اؤ دهغه پلار ښاغلی کامران خان د باچا خان د خدایي خدمتګار تحریک غړی پاتې شوی ؤ.

دپاکستان د نومول شوي لنډ مهاله وزیراعظم ښاغلي ناصر الملک په هکله دسه شنبې په ورځ دپاکستان مطبوعاتو خوندور اؤ معلوماتي بحثونه کړي اؤ دهغه ځینې هاغه اړخونه یې هم راسپړلي چې له دې وړاندې ترې ډیر کم خلک خبر وؤ.

په مطبوعاتو کې راغلي چې د سوات سیمې سره د تعلق لرونکي ۶۸ کلن ناصر الملک تعلق د یوې ملت پاله سیاسي کورنۍ سره دی اؤ دهغه پلار ښاغلی کامران خان د باچا خان د خدایي خدمتګار تحریک غړی پاتې شوی ؤ.

مطبوعات دا هم وایي چې ښاغلی ناصر الملک پخپله اؤ د هغه د کورنۍ نور غړي دپښتو سره ډیره مینه لري اؤ حتی دکور په غړو یې زیاتره د پښتو سوچه نومونه ایښي دي.

د پاکستان دسترې محکمې دپخواني مشر قاضي اؤ راتلونکي لنډ مهاله وزیراعظم ناصر الملک میرمن که هرڅو خارجي یعنې د هانګ کانګ ده خو بیا هم هغه پخپلو دوؤ زامنو د پښتو نومونه ایلم خان اؤ نمیر خان ایښي دي.

همدغه راز دهغه د وریرونو نومونه خیبرخان، سنګین خان اؤ شیرباز خان دي.

د سوات په مینګوره ښار کې چې د ناصرالملک کور په کومه کوڅه کې دی هغه کوڅه هم د “کامران خان لار” په نوم نومول شوې ده

مطبوعاتو د ناصر الملک د ورور رفیع الملک له خولې لیکلي چې هغه دکله راهسې د جج د منصب څخه ریټائرډ شوی نو زیاتره وخت د کتابونو په لوستلو اؤ ورزش کولو تیروي.

ورور یې وایي چې ناصر الملک یو ډیر سخت مزاجه قاضي ؤ اؤ په قضایي چارو کې یې د هیچا سفارش نه منلو ، بلکې ټولې پریکړې به یې د وړتیا په اساس کولې.

ښاغلی رفیع الملک وایي چې د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه د نومول کیدلو نه دوه ورځې وړاندې ښاغلي ناصر الملک د خپلې کورنۍ غړو سره مشورتي ناسته وکړه اؤ صلاح یې ورځنې واخسته چې که د هیواد دلنډ مهاله وزیراعظم منصب ورسپارل کیږي، قبول یې کړي که نه؟

رفیع الملک وایي د کورنۍ غړو هغه ته صلاح ورکړې وه چې باید د لنډ مهاله وزیراعظم عهده قبوله کړي.

ښاغلی ناصرالملک په ۱۷م اگست ۱۹۵۰م کې دپښتونخوا سوات سیمه کې زېږېدلی ؤ

نوموړي په ۱۹۷۶م کې د لندن څخه د باراېټ لا ډگري ترلاسه کړې ، او ۱۷ کاله بيا وکيل پاتې شوی دی .

هغه په ۱۹۸۱م کې د پېښور هائيکورټ د بار اېسوسي اېشن سيکرټري جنرل او بيا دوه څله په کال ۱۹۹۰م او ۱۹۹۳م کې د پېښور هائيکورټ د باراېسوسې اېشن صدر پاتې شوی دی .

ناصرالملک په کال ۱۹۹۳م کې د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل او بيا په ۱۹۹۴م کې د پېښور هائيکورټ جج جوړ شوی ؤ .

په شپږم دجولایي کال ۲۰۱۴ م کې هغه دپاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه ګمارل شوی ؤ. چې د ۱۶م اګست کال ۲۰۱۵م پورې یې په دغه مهمه چوکۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG