لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني او هندي پوځي مشران د کشمیر په پوله په ډزبندۍ عملي کولو موافقه شوي


پاکستاني او هندي پوځي چارواکي وايي د کشمیر په پوله به د زغم څخه کار اخلي او د ډزبندۍ څخه به سرغړونه نه کوي.

د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو عمومي مشرانو ژمنه وکړه چې د ۲۰۰۳ کال د اور بندیز په اړوند شوې لوظنامه عملي کړي تر څو د پولو دواړو غاړو جمو او کشمیر په پوله باندې نښتې ودریږي.

پاکستاني او هندي مطبوعاتو راپور ورکړ چې هندي پوځ وییلي د هند او پاکستان پوځي قومندانانو (کمانډرانو) د دواړو هیوادونو تر منځ د کرښې په کنټرول او نړیوال سرحد باندې خبرې اترې کړي.

د هندي جنرال انیل چاوها او پاکستاني میجر جنرال ساحر شمشاد میرزا د خبرو اترو په ترڅ کې یوه اعلامیه جاري کړای شوه او دواړې خواوې په دې رضا شوه چې په ۱۵ کلني پخواني تړون عمل پیل کړي. راپور زیاتوي چې د خبرو لپاره دا غوښتنه د پاکستاني جنرال له لورې شوې.

دواړو چارواکو په دې موافقه وکړه چې په هرې ستونزې کې به له زغم څخه کار اخلي او ځانګړې ټیلیفوني اړیکو او ملاقاتو کې به د هواري لارې چارې ګوري. اعلامیه زیاتوي د ځايي قومندانانو په کچه به هم د ستونزو په حل خبرې کیږي.

پاکستاني او هندي رسنۍ د سرچینو له خولې وايي پاکستان سږ کال ۹۰۸ ځله د ډزبندۍ څخه سرغړونه کړې ده او تېر کال دا سر غړونې ۸۶۰ وارې ته رسیدلی وو.

دواړه پارېدلي لوري یو پر بل تور لګوي چې د جګړې په پيلولو یې د دوه زره دیارلسم کال له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د هیمالایا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۴۷ کې د برېتانیایي استعمار تر پای ته رسېدلو وروسته وېشل شوې وه، خو تر دې دمه د ۹۳۰ کلومټره سرحد په اوږدو کې په پرلپسې بریدونو کې سلګونه تنه وژل شوي دي.

د سرحد ګڼې سیمې متنازعې دي. هندوستان په خپله برخه کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي، په داسې حال کې چې په سیمه کې په لسګونه ډلې د کشمیر د خپلواکۍ او یا د پاکستان سره د یو ځای کېدلو لپاره جنګېږي.

XS
SM
MD
LG