دافغانستان د کورنیو چارو په وزارت ترهګرو ډله ییز برید اؤ چارواکي وایي چې د وزارت دننه چاودنه شوې ، امنیتي ځواکونه ترهګرو سره په نښته بوخت دي.
دغه برید د کابل دهوایي ډګر په سړک پرته د کورنیو چارو د وزارت ودانۍ باندې د چهارشنبې په ماسپیین شوی دی.
دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي نجیب دانش ویلي سیمه کې یوه درنه چاودنه شوې اؤ له دغې درنې چاودنې وروسته بیا د وزارت په ودانۍ کې دننه هم ګڼ شمیر چاودنې اوریدل شوي دي.
د افغانستان طلوع نیوز ته نجیب دانش ویلي چې چاودنه یو تن د کورنیو چارو د وزارت په وړومبۍ پوسته کړې اؤ اوس هم د ودانۍ دننه جګړه روانه ده.
نوموړي وویل په سمدستي ډول لا دغه پېښه کې د اوښتو زیانونو جذئیات لاس کې نه لري.
سرچینې وایي د برید سره سم په لویې شمیر کې امنیتي ځواکونه د کورنیو چارو وزارت ته رسیدلي اؤ ددغه ودانۍ په لوري غځیدلې ټولې لارې یې تړلي دي.
عیني شاهدان وایي په سیمه کې د چاودنو ترڅنګ د ناتاره ډزو اوازونه هم اوریدل کیږي.
ددغه برید پاه اړوند نور جذئیات درسره زر شریکوؤ