لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا دخیبر پښتونخوا باقاعده برخه جوړه شوه


دپاکستان صدر ممنون حسین دفاټا خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو په دستوري بدلون لاسلیک وکړو چې له دې وروسته اوس قبائیلي سیمې په باقاعده ډول دخیبرپښتونخوا برخه جوړه شوې ده.

د زیارت په ورځ په دغه دستوري بدلون د لاسلیک کولو په مهال صدر ممنون حسین دپخوانیو قبائیلي سیمو اولس ته مبارکي ووئیله اؤ وئ ویل اوس ددغو سیمو خلکو ته هم دترقۍ رؤونه پرانستل شول .

په بدلون دلاسلیک دستوره د صدر ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې پکې د خیبر پښټونخوا صوبې ګورنر اؤ نورو چارواکو هم برخه لرله.

دغه دستورې ته خپله وینا کې د فاټا اصلاحاتو کمیټۍ مشر ښاغلي سرتاج عزیر ویلي چې په دستوري بدلون د صدر دلاسلیک نه وروسته قبائیلي سیمې د پښتونخوا برخه جوړه شوه اؤ اوس ددغو سیمو اولس ته د هیواد د نورو برخو د ولس په څیر حقونه ترلاسه دي.

سرتاج عزیز وویل مخکې چې کومې قبائیلي ایجنسۍ وې هغه اوس په ضلعو بدلې شوي دي اؤ ورته به لویدیزې ضلعې ویل کیږي .

هغه وویل په پخوانیو قبائیلي سیمو کې چې کوم مرستیال پولیټیکل ایجنټان وؤ‌ هغوئ اوس په ډپټي‌کمشنرانو کې بدل شوي.

هغه وویل د نوؤ جوړو کړل شوؤ لویدیزو ضلعو دپسماندګۍ ختمولو اؤ دنورو سیمو په څیر ورته ترقۍ ورکولو دپاره به ۱۰۰۰ اربه روپۍ مصرفولی شي چې ددې پیسو نه به ۳۰ فیصده د بلدیاتي ادارو دلارې استعمالولی شي.

له دې وړاندې په ۲۹ مئ صدر ممنون حسین د قبائیلي سیمو دپاره په یو لنډمهاله اننتظآمي‌ امر لاسلیک کړی ؤ.

ددغه انتظامي امر مطلب دادی چې تر څو پخوانیو قبائیلي سیمو کې دقوانینو پځایې کولو دپاره ټول انتظامات نه وي شوي تر هغې به ددغه لندمهاله انتظامي امر په اساس نظام چلولی شي.

خبریال سیلم صافي وایي دصدر دلاسلیک وروسته که قبائیلي سیمې هر څو دصوبې سره یو شوي دي خو اوس به هلته د نورې صوبې په څیر د محکمو لمنې هم غځول وي، ججان به هم ورته لیږل وي، پولیس تاڼې به هم جوړؤل وي اؤ دغه هرڅه به وخت نیسي .

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي تر څو چې سول ججانو په قبائیلي سیمو کې کار نه وي پیل کړی تر هغې به دغه ذمه وارۍ دپولټیکلۍ افسران سرته رسوي، خو اوس به دپولټیکلۍ ددغو افسرانو فیصلې په باقاعده ډول د هیواد په نورو محکمو کې چیلنج کیدلی شي.

لند مهاله انتظامي‌ امر کې دا خبره هم شامل ده چې تر څو پولیس قبائیلي سیمو ته نه وي لیږل شوي نو هلته به د وړاندې نه فعاله سیمه ییز ځواکونه خپلو ذمه واریو ته دوام ورکړي.

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړې شهاب الدین خان ډیوه ته ویلي لنډ مهاله انتظامي امر د یو کال مودې لپاره په ځای کړل شوی او څنګه چې په خېبر پښتون خوا کې په راتلونکو ټاکنو کې د صوبې نوی حکومت جوړ شي نو اسمبلي به د قانون سازۍ دلارې دغه امرختم کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG