لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو خپلې د رسد لارې تړلای شي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خرم دستګير خان ويلي، له امريکې سره د زياتېدونکي تاوتريخوالي په حال کې پاکستان غواړي له دې هېواد سره خپلو اړيکو ته بيا کتنه وکړي او په افغانستان کې د امريکې او نړيوالو ځواکونو لپاره خپلې د رسد لارې هم وتړي.

نوموړي له وي.او.اې سره په خصوصي مرکه کې ويلي، امريکا په افغانستان کې خپله ناکامي په پاکستان ور تپي خو دی وايي پاکستان په دې خبره کلک ايمان لري چې افغانستان يو مهم ګاونډی دی او يو ارام افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د پاکستان او امريکې تر منځ تعلقات د روان کال له لومړۍ ورځې هغه وخت نور خراب شول چې د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ په يوټويټ کې د پاکستان په اړه وویل، دوی د امريکې نه په اربونو ډالر اخیستي او په بدل کې يې ورته له دروغو پرته هیڅ نه دي ورکړي او په پاکستان يې د مالي مرستو د تړلو وړانديز کړی وو.

پاکستان د صدر ټرمپ په دغه ټويټ سخت غبرګون ښودلی وو او په اسلام اباد کې يې د امريکې سفير رچرډ هېل د احتجاج په توګه خارجه وزارت ته ور غوښتی وو.

پاکستان ويلي وو چې امريکې د ترهګرۍ په ضد روانه مبارزه کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځولې دي.

د پاکستان خارجه وزير خرم دستګير خان دا ګواښ په داسې وخت کړی چې په پېرس کې د فاینانشل اېکشن ټاسک فورس په اړه داسې امکان دی چې په راتلونکو څو ورځو کې پاکستان له ترهګرو سره د مالي مرستو په سر په ګرې يا خړ فهرست کې واچوي.

له دې فهرسته د بچ کېدو لپاره پاکستان په يو شمېر مذهبي تنظيمونو بنديزونه لګولي او دغسې نور ګامونه يې اخیستي وو چې وروستی پکې د سټېټ بېنک له خوا د ۵۰۰ يا تر دې په زياتو ډالرو اخیستو يا خرڅولو د قامي شناختي کارډ ښکاره کولو شرط هم دی چې وړاندې دغه شرط په ۲۵۰۰ ډالرو وو.

هر څه که امريکا او ځینې نور ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د روانې کشالې ذمه واري په پاکستان وراچوي خو پاکستان پخپله هم وخت په وخت دغه تورونه ردوي او تېره هفته په افغانستان کې د امريکې د بياودانۍ د ادارې سېګار مشر جان سوپکي ويلي وو، د افغانستان د ناکامۍ ذمه واري په پاکستان ور اچول سم نه دي.

د ده په وینا د افغانستان حکومت پخپله د خپل ولس ملاتړ نه لري او بله دا چې په افغانستان کې په اربونو امريکايي ډالرو هلته جنګسالاران نور مضبوط کړي، چې وخت په وخت له قانونه سرغړونې کوي.

د پاکستان او امريکې اړيکې وخت په وخت نورې خرابېږي. د مې په مياشت کې دواړو هېوادونو د يو بل په سفارتکارانو بنديز لګولی وو چې د خپلو سفارتخانو نه به تر ۴۰ کلوميټرو زيات لرې نه شي تلای.

څېړونکي وايي له امريکې سره د خرابو اړيکو زيات تاوان به پاکستان ته رسېږي، چې د دې هېواد کمزوری اقتصاد به نور ښکته پرېوزي او نړيوال بېنک او نورې مالياتي ادارې به پر پاکستان قرضې بندې کړي.

پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جنګ کې امريکې په تېرو اوولسو کالو کې ۳۳ اربه ډالره ورکړي دي خو له روان ۲۰۱۸م کال نه دغه مرستې تړل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG