لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:بریدونو کې دداعش تر څنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې


Isis in afghanistan
Isis in afghanistan

چارواکي وایي دپاکستان سره په پوله پروت د افغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې امنیتي ځواکونو دداعش په مرکزونو بریدونه کړي چې پکې هغوئ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو ازادې سرچینې بیا دعوه کوي چې په دغه بمبارۍ کې ګڼ شمیر ملکي خلک هم وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني خبریالانو ته ویلي دداعش په ځالو دغه بریدونه تیره ورځ د هسکې مینې ولسوالۍ په لویې پاپین سیمه کې شوي چې په دغه سیمه کې دداعش ترهګر زیات فعاله دی .

هغه منلې چې په برید کې تر ۱۸ؤ دداعش ترهګر وژل شوي اؤ ژوبل شوي خو دا شمیره حتمي نه ده ، سیمه کې پلټنې روانې دي اؤ کیدی شي د مړو اؤ ژوبلو شمیره تر دې هم لوړه شي.

هغه ویلي دعملیاتو په مهال د سیمې د یو اوسیدونکي سید رحمت کور هم د برید لاندې راغلی چې هغه پکې پخپله وژل شوی اؤ دمیرمنې اؤ ماشومانو په ګډون یې د کورنۍ څلور غړي ټپیان شوي.

خو خبري اژانس پژواک بیا د سیمې د اوسیدونکو له خولې ویلي چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمیر ملګي خلک هم وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پژواک وایي د سیمې یو استوګن ورته ویلي دامنيتي ځواکونو تر بمباريو وروسته د کلي خلک په ډله ييز ډول له سيمې څخه راوتل چې په دغه وخت کې پر هغوى هم بمبار شوی او په کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ننګرهار کې د یوې اوونۍ دننه دا د امنیتي ځواکونو دریم برید دی چې د ملکي خلکو د وژل کیدلو دعوې پکې مخې ته راځي

ننګرهار دافغانستان دهاغو ولایتونو په سر کې شمیرل کیږي چې داعش پکې زیات قوي دی اؤ دغلته خپلې خوندي ځالې لري.

له دې وړاندې هم وخت وخت افغان اؤ ائتلافي ځواکونو په ننګرهار کې دداعش وسله والو باندې هوایي اؤ زمکني بریدونه کړي.

ننګرهار کې دداعش په ضد زیات بریدونه په اچین اؤ چپرهار ولسوالیو کې کیږي چې دغه سیمې د دداعش قومي مرکزونه ګڼل کیږي .

تیر کال داپریل میاشت کې امریکایي ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې دداعش په ترهګرو تر ټولو ستر بم (دبمونو مور) هم غورځولی ؤ چې دداعش ګڼ مهم مشران پکې وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG