لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرټرمپ:دشمالي کوریا مشر سره به لیدنه پخپله ټاکلې نېټه کووم


دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا مشر کم جونګ سره به د هغه ټاکل شوې لیدنه هم په ۱۲م جون سنګا پور کې کیږي.

دجمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا یو لوړ پوړي پوځي چارواکي سره له یوې اوږدې لیدنې وروسته صدر ټرمپ وویل لیدنه پخپل ځایې اؤ په ټاکلي وخت ده خو له دې وړاندې صدر ټرمپ ویلي وؤ چې د شمالي کوریا دمشر روستیو څرکنډونو څخه راپدیخوا ددې لیدنې احتمال نه لیدل کیږي.

دشمالي کوریا کوم چارواکي سره چې صدرټرمپ د ۸۰ دقیقو دغه لیدنه کړې دهغه په اړوند صدر ټرمپ خبریالانو ته وویل” دا یو جنرال دی اؤ دشمالي کوریا دوهم ستر طاقتور مشر دی”

د شمالي کوریا مشر سره دخپلې ټاکل شوې لیدنې په اړوند ښاغلي ټرمپ وویل دا به یو “پیل” وي اؤ له دې وروسته په پرله پسې ډول د کیدونکو خبرو دلارې به پیانګ یانګ د اټومي وسلو څخه لاس پسرؤلو ته تیارؤل وي.

هغه وویل “داسې هم نه ده چې ګنې مونږ به لاړ شو اؤ په ۱۲م جون به تړون لاسلیک کړو اؤ نه مو داسې فکر کړی دی ، مونږ د یو عمل پیل کولو دپاره ځو”

هغه وویل کله یې هم نه دي ویلي چې ټولې معاملې به یوه لیدنه کې هوارې شي ، خو دا به یو کامیاب عمل ضرور وي.

صدر ټرمپ دشمالي کوریا دپوځي استخباراتو پخواني مشر کم یونګ چول ته په دغه لیدنه کې ویلي چې د شمالي کوریا څخه به بندیزونه تر هغې نه پورته کیږي ترڅو چې هغوئ خپلو اټومي وسلو څخه تیر شوي نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG