لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په پاکستان کې ۲۱ فیصده ودونه تر اتلس کلنۍ مخکې کېږي


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وایي، په پاکستان کې د ۲۱ فیصد هلکانو او نجونو ودونه اتلس کلنۍ ته له رسېدو مخکې کېږي او درې فیصده پکې داسې هم دي چې عمرونه یې تر څورلس کلونو هم کم وي.

د یونیسیف رپوټ وایي د پاکستان په هغو سیمو کې د کم عمرۍ ودونه زیات کېږي، چې خلک یې غریبان دي او اقتصادي پرمختګ پکې کم شوی دی او په دغو کې د پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان وروسته پاته سیمې هم شاملې دي.

پاکستان هم له هغو نړیوالو هېوادونو دی چې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پرمختیا د هدفونو پر ایجنډا یې لاسلیک کړی، چې مقصد یې تر ۲۰۳۰م کال پورې د غربت ختمول، ښه روغتیا، معیاري تعلیم، جنسي برابري او د کم عمرۍ د ودونو ختمول دي.

پاکستان د ماشومانو د حقونو پر کنونشن یا سي آر سي هم لاسلیک کړی، چې مقصد یې د کم عمرۍ د ودونو مخنیوی کول دي، خو په خیبرپښتونخوا کې اوس هم د انګرېزانو د ۱۹۲۹م کال قانون نافذ دی چې تر اتلس کلنۍ د کم عمر پر واده یواځې ۱۰۰۰ روپۍ جرمانه او یوه میاشت د بند سزا ده.

د بشري حقونو یو فعال قمر نسیم وایي، سیند صوبې په دې قانون کې بدلون راوستی، چې د واده لپاره یې لږ تر لږه اتلس کاله عمر ټاکلی دی او پنجاب صوبې د هلک عمر اتلس کاله خو د نجلۍ عمر شپاړس کاله ټاکلی دی، خو سزا یې څلور لکه روپۍ ټاکلې ده:

"د بلوچستان، خیبرپښتونخوا او اسلام اباد لپاره د کم عمرۍ د واده د مخنیوي بِل له شاوخوا لسو کلونو په یوه بله سرکاري ادارې کې پر مېزونو تاوېږي را تاوېږي خو قانون نه پاس کېږي".

قمر نسیم وايي په کمو سیمو کې چې د کم عمرۍ ودونه ډېر دي هلته یې سزا لږ ده خو دا لږ سزا هم چاته نه ورکول کېږي او د کم عمر په ودونو کې کمی نه راځي، چې له ماشوم زېږولو سره د نجلۍ ژوند ته خطر پېښېږي.

عوامي نېشنل ګوند په پښتونخوا کې د خپل حکومت په مهال د کم عمرۍ د ودونو د مخنیوي لپاره یوه قانوني مسوده تیاره کړې وه، خو د حکومت د پای ته رسېدو له کبله یې اسمبلۍ ته وړاندې نه کړه.

تحریک انصاف ګوند هم د کم عمرۍ د ودونو د مخنيوي لپاره یوه مسوده تیاره کړې وه، خو تر اسمبلۍ مخکې یې اسلامي نظریاتي کونسل ته سپارلې وه او هلته ورباندې اعتراض وشو، چې بیا حکومت د مدني ټولنې پر بیا بیا غوښتنو برسېره دغه مسوده اسمبلۍ ته وړاندې نه کړه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د سېنټ د داخله چارو کمېټۍ د تېر ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې د کم عمرۍ د ودونو د مخنېوي په قانون کې د بدلون مسوده منظوره کړه او د نجونو د ودونو حد یې لږ تر لږه ١٨ کاله وټاکه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG