لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: سبا په واڼه کې او که مجبوره شو په لاهور او کراچۍ کې د شپې احتجاج پیلوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د زیاتېدونکو هدفي وژنو په ضد مجبوره دي چې په دې روژه کې سبا په میرعلي او واڼه کې د شپې له خوا احتجاجي ناسته پیل کړي.

منظور پښتین بېګا له خپل فېسبوکه په ژوندۍ په خپل وینا کې وویل، د روژې د میاشتې احترام کوي خو وایي مخالفین یې پر پلویانو تشدد کوي، ځوروي یې او په خپلو ساتلیو طالبانو خلک وژني. پښتین وايي:

"درې ورځې به مسلسل احتجاجي دهرنا ټوله شپه ناسته وي او دا غوښتنه به له حکومته کوي چې څوک دلته ټارګټ کلنګ [هدفي وژنې] کوي، خلک وهي او پر خلکو تشدد کوي هغه ستا په کېنټ کې اوسېږي، د هغوی له شره موږ وساتئ، هغه رانه لرې کړئ او دا ظلم بند کړئ".

منظور پښتین وایي په اورکزۍ ایجنسۍ کې پر چیک پوسټونو لا هماغسې له خلکو سره سختي کېږي او هلته وطن کارډ هم نه دی ختم شوی، وایي په دې اړه به هم ډېر ژر د خپل تحریک له پلویانو سره هلته د احتجاج یوه تګلاره جوړه کړي.

پښتین وایي په لاهور کې چې دوې ورځې وړاندې پر پښتنو د ځایي خلکو له خوا تشدد وشو او بیا پولیسو نه یواځې پر هغوی د بریدکوونکو په ضد ایف ای آر درج نه کړ، بلکې د هغوی کاروبارونه یې هم بند کړي دي:

"موږ ورسره په رابطه کې یو تر اوسه د لاهور د پښتنو دوکانونه بند دي، که نن خلاس نه شول، بیا به په لاهور کې د هغه ځای د پښتنو د شپې احتجاجي ناسته شروع کوو".

پښتین وایي په کراچۍ کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې دوې ورځې مخکې د معروف خان بادیزي په نوم یو پښتون رېړۍ چلوونکی ځوان په ایمپریس مارکېټ کې و وژل شو او د دوی ملګرو یې په ضد احتجاج وکړ، اوس رېنجر او پولیس د هغې سیمې پښتانه تاجران تنګوي:

"دوی ته د کاروبار ختمولو ګواښونه کوي او ورته وایي چې دوی [د پي ټي ایم کسان] ولې درته راغلي وو، اوس تاسو د هغوی خلاف احتجاجونه وکړئ. موږ له هغو پښتنو سره په رابطه کې یو، که ډېر یې تنګ کړل نو هلته په کراچۍ کې به هم احتجاجي پرلت شروع کوو".

منظور پښتین وایي دوی د پښتنو پر خاوره د هر ډول جګړو او تشدد خلاف دي، وایي که پوځي وژل کېږي او که عام خلک وژل کېږي دوی یې غندنه کوي او د عدمِ تشدد په لاره په خپلو پرامنه احتجاجونو د امن د راتګ لپاره مبارزه کوي.

"دا د دوی د تشدد لاره به ورکېږي، دوی ناکام شوي دي، دوی خپلې اخري حربې استعمالوي، له دوی سره بل داسې څه کار پاتې نه شو، دوی هغه خپله د تشدد او د خلکو د وژلو لوبه کوي، په دې کې تجربه هم لري او پر دې باندې کار هم کوي".

د پاکستان پوځ که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر ځای بولي، خو هم دغه تحریک د بهرنیو هېوادونو له خوا پلان شوی ګڼي او هم یې دا هوډ څرګند کړی چې مذاکراتو ته ورسره کښېني، خو د دې تحریک د مشرانو له خوا ورباندې لګېدلي تورونه یې په کلکه رد کړي، چې وایي د پوځي عملیاتو په مهال یې عام خلک وژلي دي.

د دې تر څنګ سرکاري جرګه هم له تېرې یوې میاشتې راهیسې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره ناستې کوي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې د هغو ټولو ریاستي ادارو مشران به ورسره مذاکراتو ته کښېنوي، چې دوی ورڅخه ګیله لري، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ سره له دې چې جرګې ته یې دېرش کسیزه کمېټۍ ټاکلې، خو وایي پلویان یې اوس هم د ریاستي ادارو له ځور سره مخامخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG