د پاکستان لنډمهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصرالملک ويلي، د ملک راتلونکي عام انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره کيږي، او نوموړی وايي ډېر زر به خپله لنډمهال کابينه جوړه کړي.
ناصرالملک نن د يکشنبې، اتوار په ورځ د خپلې پلارنۍ سيمې سوات سفر کړی او هلته يې د ځايي خلکو او خبریالانو سره ليده کاته شوي دي.
د سوات نه د وي او ای ډیوه خبريال فياض ظفر خبر راکوي چې لنډمهاله وزیراعظم خبريالانو سره په غېر رسمي ناسته او خبرو کې د راتلونکو عامو انتخاباتو په اړه وويل، "انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره کیږي".
ښاغلي ناصرالملک وويل هغه به هڅه کوي چې عام انتخابات سوتره او په خپل وخت وشي.
نوموړي زياته کړه د پاکستان په ائین کې د لنډمهاله وزيراعظم او کابينې د دوه میاشتوڅخه د زيات وخت پاتې کېدو اجازه نشته.
وزیراعظم وويل، ډېر زر به خپله کابينه جوړه کړي، او د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د سوات نه به نور څوک هم په کابينه کې وي؟ هغه وويل د سوات نه وزیراعظم اخستل شوی دی.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه وزيراعظم به په سوات کې د کابينې په جوړولو کې د خپلو نزديو کسانو سره مشورې کوي او کابينه به جوړوي چې پکې به پخوانې جرنېلان، بېوروکرېټس او خبريالان هم شامل وي.
خو وزيراعظم په خپله په دې اړوند څه نه دي ويلي.
ښاغلي ناصرالملک په خپله دېره د مينګورې ګلکده سيمه کې د ځايي خلکو سره هم وليدل او خلکو ورته خپلې ستونزې وړاندې کړې.
ځايي خلکو وزيراعظم ته د سړکونو د خرابوالي او بجلۍ د نشتوالي شکايتونه وکړل او وې ويل چې د چکدرې نه تر مدين او بحرېن نه تر کالام پورې سړکونو باندې د بيا رغونې کار دې زر تر زره پېل او سرته ورسول شي.
وزيراعظم خلکو ته باور ورکړو چې د سړکونو قامي ادارې (اېن اېچ ای) ته به د دغو لارو زر تر زره جوړولو لارښوونه وکړي.
د سوات سره تعلق لرونکي پخواني مشر قاضي (چیف جسټس) ناصرالملک د جمعې په ورځ د پاکستان د اووم لنډمهاله وزيراعظم په توګه سوګند پورته کړی ؤ.