لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتو ستر ادبي شخصیت اؤ فولکلور پوهه داور خان داؤد وفات شوی


ښاغلی داور خان داود

دپښتو ژبې وتلی څیړنکار،شاعر، لیکوال فولکلور پوهه پروفیسر داورخان داود د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د۷۸ؤ کالو په عمر کې په پېښور کې وفات شوی اؤ اؤ هم دغلته خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

داور خان ته داود ته د تیرو څو ورځو راهسې د زړه تکلیف پیدا شوی اؤ دپېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې بستر ؤ خو تیره شپه یې طبعیت زیات خراب شو اؤ خپلې سترګې یې دمدام دپاره له دې نړۍ پټې کړي.

پښتنو شاعرانو، دمدني ټولنې غړو اؤ پوهانو د داور خان داود مړینه د پښتو ادب دپاره ستر زیان ګرځولی اؤ په سوشل میډیا په لسګونو پښتنو په دغه مړینه دغم ډک پوسټونه کړي دي.

پیدائښت،تعلیم اؤ تربیه

ښاغلی داورخان داود په کال ۱۹۴۰کې په ۱۶مه فرورۍ د پېښور په ارباب لنډۍ سیمه کې د عبدالمجید خان کره زیږیدلی ؤ اؤ لمړنۍ زده کړې یې دخپل کلي د سکول څخه کړې وې.

هغه د پېښور پوهنتون څخه پښتو،اردو اؤ انګریزۍ کې دماسټر ډګرۍ ترلاسه کړې وې اؤ دکال ۱۹۶۹څخه یې تر کال ۲۰۰۰م پورې دپښتونخوا په بیلابیلو کالجونو کې دانګریزي ادبیاتو د دلیکچرار،اسسټننټ پروفیسر، اؤ ایسوسي ایټ پروفیسر په توګه دندې ترسره کړې وې.

ادبي خدمات

ارواښاد داور خان داود د خپل ادبي سفر پیل په کال ۱۹۵۶ کې د شعر وشاعرۍ څخه کړی ؤ خو وروسته یې بیا په نثر لیکلو هم پیل وکړو اؤ ډیر ګټور کتابونه یې ولیکل.

دهغه دتحقیقي کتابونو تفصیل په لاندې ډول دی.

درحمان ژوند،تعلیمات اؤ شاعري -۱۹۸۳

پښتو ادب کې متل-۱۹۹۰

حمزه شینواري ایک مطالعه-۱۹۹۶

پښتو فولکلور کې اړ-۱۹۹۷

خوشحال اؤ فولکلور-۲۰۰۶

څېړنه اؤ کره کتنه -۲۰۰۲

محمدعظیم الشان دی-۲۰۰۲

دمحمد رسول الله څهره-۲۰۰۴

ددغو کتابونو ترڅنګ هغه په کال ۱۹۸۹ کې د درس اؤ تدریس لړ کې د پرائمري استاذانو لارښود(ګائیډ) چې پکې د پښتو لسانیاتو(املا اؤ لیکدود) هم بحث شوی دی اؤ د پرائمري استادانو دپاره پکې د پښتو د کورنس نه د بیلګې سبقونه هم ورکړل شوي سرته رسولی دی.

دڅیړونکو په نظر کې

دپښتو ستر نقاد، شاعر اؤ څیړونکی ښاغلی همیش خلیل پخپل کتاب پښتانه لیکوال کې د د داور خان داود د شاعرۍ په هکله خپله رایې داسې بیانوي “د داورخان داود شاعري د جدید اؤ قدیم رنګ یو سپیځلی امتزاج دی چې دقدامت اؤ روایت سره سره د جدت ائینه داره ده”

ښاغلی همیش خلیل وړاندې لیکي داور خان داود دخپلې شاعرۍ داخلي اؤ خارجي پېکر یعنې مضمون اؤ اسلوب دواړو ته یو شان پام ګرځولی ځکه یې شعر کې مقصدیت هم شته ،رنګیني اؤ ساده ګي هم.

د پرائمري په تعلمي نصاب کې شامل د ښاغلي داور خان داود دا نظم په کروړونو پښتو ته یاد دی چې

راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره

سائېکله وفاداره

ته اس یې نه ټټو یې ، نه موټر یې نه جهاز یې

اؤ نه په هوا باز یې

یو څو ډڼډې وجود دې وي روان په لویه لاره

سائیکله وفاداره

ټلۍ شته ، نه دې یمپ شته، نه دې پمپ شته نه برېکونه

بې کاره دې پېچونه

نه زوړ لکه د ځوان زغلې په دوؤ ، دوؤ په هواره

سائېکله وفاداره

چې وران نه شې یو ځل اؤ په سړک شې ته روان

ملکونه کړې طوفان

دباد په شانتې سم یې ته په لوړه په هواره

سائېکله وفاداره

خفه چې شې د شلانټې په شان پریوځې په سړک

بیا نه وهې ته ړ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG