لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نږدې نیم ماشومان له تعلیمه بې برخې پاته دي ـ بشري سازمانونه


واشنگټن ـ بشري سازمانونه وایي چې د ٢٠٠٢ کال راهیسي، د جگړې، بې وزلۍ، په ماشوموالي کې د واده کولو، او د جنکیو پروړاندې د تبعیض له امله، د لومړي ځل دپاره د افغانستان کابو نیم ماشومان له تعلیمه پاته دي، او د بې تعلیمه ماشومانو شمیر په ډېریدو دی.

د بشري سازمانونو د یو گډ رپورټ له مخې، د تشدد زیاتوالی د دې سبب شوی چې ډیری ښوونځي وتړل شي، او په افغانستان کې د جنکیو د تعلیم په برخه کې هغه پخوانۍ لاس ته راوړنې هم په اوبو لاهو شي.

د افغانستان د پوهنې وزیر، میرویس بلخي، چې نن اتوار ـ یکشنبې یې په یوه غونډه کې د یونیسف، یو اېس ایي آی ډي، او ساموئل هال خپلواک ټینک ټنک یوه گډه څیړنه ارزوله، وویل چې خوا و شا ٣،٧ میلیونه (اربه) ماشومان چې عمرونه یې د اوو او ١٧ کلونو ترمنځ دي، او د ټول هیواد د ماشومانو ۴۴ فیصده دي، ښوونځي ته نه ځي. هغه زیاته کړه چې ٢،٧ میلیونه له تعلیمه بې برخې ماشومان، جینکۍ دي.

د پوهنې وزیر وویل چې د دې وضعیت لاملونه ډیر دي. د بشري سازمانونو د گډې څیړنې ترمخه، په هغو ولایتونو کې چې ډیرو سختو جگړو ځپلي، تر ٨٥ فیصدو پورې جینکۍ ښوونځیو (سکولونو) ته نه ځي.

د ښوونځیو تړل او سوځول

د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو، په خصوص د جنکیو د ښوونځیو د تړلو او یا سوځولو پیښې زیاتې لیدل شوي دي. همدا څو اونۍ مخکې، د غزني ولایت ځایي چارواکو وویل چې طالبانو د نوموړي ولایت په اندړ ولسوالي کې د سلطان شهاب الدین ښوونځی سوځولی دی. خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، په خپل ټوېټر کې ولیکل چې دغه ښوونځي ته طالبانو اور نه دی اچولی.

ځایي چارواکي په اندړ ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو او جگړو له امله د تړل شویو ښوونځیو شمیر ٨ ښودلی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې په ټول هیواد کې یې د ښوونځیو شمیر ١٧٥٠٠ دی، خو ١٠٧٥ یې تیر کال د جنگ جگړو له امله تړلي پاته شول. ځیني بیا وایي چې د تړلو ښوونځیو شمیر تر دې لا ډیر و. زیاتره تړلي ښوونځي، د افغانستان په سوېلي سیمو کې و، چیرته چې ډیری پښتانه اوسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG