لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتني سیمو کې د ښوونځیو سوځول او بندول د چا کار دی؟


په لغمان ولایت کې د شنه آسمان لاندې ناست ماشومان د زده کړې پر مهال
په لغمان ولایت کې د شنه آسمان لاندې ناست ماشومان د زده کړې پر مهال

په افغانستان کې د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي چې د نهې ـ سې شنبې په ماښام، طالبانو د نوموړي ولایت په اندړ ولسوالي کې د سلطان شهاب الدین ښوونځی سوځولی دی. خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند راپېژني، په خپل ټوېټر کې لیکلي چې دغه ښوونځي ته طالبانو اور نه دی اچولی.

د غزني د والي ویاند امریکا غږ ته ویلي چې په پېښه کې د ښوونځي کتابتون او ځیني نورې برخې په اور کې لولپه شوي دي او په ښوونځي کې د شورو یا چهارشنبې ورځې تر سهاره پورې اور بل و.

د سلطان شهاب الدین لیسه (هائی سکول) د غزني په اندړو کې د هلکانو یو غټ ښوونځی و چې په کې له درېیو زرو ډېر زده کوونکو سبق وایه. له اورسوځېدنې وروسته، چارواکو د یاد ښوونځي زده کوونکي رخصت کړي دي.

د غزني ولایت د پوهنې یا د تعلیماتو د چارو رئیس، محب الرحمن انصار، وایي چې تر اوسه د سلطان شهاب الدین د ښوونځي د سوځېدو عامل او څرنگوالی نه دی معلوم، خو "په وروستیو دوو اونیو کې د جگړو او وسله والو نښتو له امله، د اندړو په ولسوالي کې زموږ یو شمېر ښوونځي تړل شوي دي.»

ځایي چارواکي په اندړ ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو او جگړو له امله د تړل شویو ښوونځیو شمېر ٨ ښودلی دی. په دې وروستیو کلونو کې د غزني ولایت په څو ناامنو ولسوالیو کې، یو شمېر د نجونو ښوونځي سوځول شوي دي. حکومت یې د طالبانو کار بولي خو طالبان وایي دا د هغو کار نه دی.

میلیونونه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي

په ملگرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا یونېسېف وایي چې په افغانستان کې درې نیم میلیونه هغه ماشومان چې باید تعلیم وکړي، ښوونځي ته نه ځي، او له دې مېنځه، ٧٥ فیصده یې نجونې دي.

سببونه یې بېلابېل دي، خو په ټولو کې یې غټ سبب، تشدد او جگړې دي.

په پلازمېنه کابل کې د نجونو او هلکانو ښوونځي د لېري پرتو سیمو په پرتله، په ښه حالت کې دي
په پلازمېنه کابل کې د نجونو او هلکانو ښوونځي د لېري پرتو سیمو په پرتله، په ښه حالت کې دي

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې په ټول هېواد کې یې د ښوونځیو شمېر ١٧٥٠٠ دی، خو ١٠٧٥ یې تېر کال د جنگ جگړو له امله تړلي پاته شول. ځیني بیا وایي چې د تړلو ښوونځیو شمېر تر دې لا ډیر و. زیاتره تړلي ښوونځي، د افغانستان په سوېلي سیمو کې و، چېرته چې ډیری پښتانه اوسیږي.

په افغانستان کې قریب ۴٠٠ تعلیماتي حوزې دي. مطیع الله ویسا چې د تعلیم د چارو یو فعال دی، وایي چې په ۴٨ تعلیماتي حوزو کې، په تېرو ١٧ کلونو کې یو هلک زده کوونکی هم خپل تعلیمات نه دي خلاص کړي. هغه زیاتوي چې په کابو ١٣٠ تعلیماتي حوزو کې، یوه نجلۍ هم په تېرو ١٧ کلونو کې له لیسې یا هائی سکول نه ده فارغه شوې.

د پاکستان د پښتنو په سیمو کې تعلیمي حالت

د بشري حقونو نړېوال څار وایي چې د پاکستان حکومت پر ښوونځیو او پوهنتونونو باندې د تندلارو د بریدونو او په هغه کې د مرگ ژوبلو د شمېر په هکله کوم خاص معلومات نه دي ټول کړي.

خو د بشري حقونو نړېوال څار د گلوبل ټرریزم ډېټابېس په حواله لیکي چې په پاکستان کې یواځې د ٢٠٠٧ نه تر ٢٠١٥ کال پورې، پر تعلیماتي ځایونو باندې ټولټال ٨٦٧ حملې وشولې چې ٣٩٢ تنه په کې ووژل شول او ٧٢۴ تنه نور په کې ټپیان شول.

په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېشن یا اېچ ار سي پي څو اونۍ وړاندې د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې په شمالي وزیرستان کې دې د نجونو پر ښوونځیو باندې د ترسره شویو بریدونو پلټنې وکړي.

اېچ ار سي پي وایي چې د مې میاشتې په ۷مه او ۸مه نېټه د پاکستان قبایلي سېمې شمالي وزیرستان کې د نجونو پر دوو سکولونو د تندلارو لخوا بریدونه ترسره شوي وو چې په کې دغو سکولونو ته زیان ورسېد.

د ٢٠١۴ کال په ډېسمبر کې طالبانو په پېښور کې پر یو ښوونځي برید وکړ او گڼ شمېر زده کوونکي یې ووژل
د ٢٠١۴ کال په ډېسمبر کې طالبانو په پېښور کې پر یو ښوونځي برید وکړ او گڼ شمېر زده کوونکي یې ووژل

د ٢٠١٥ په ډېسمبر میاشت کې د پاکستان د سرحدي چارو وزارت رپورټ ورکړ چې د هماغه کال په لړ کې، د فاټا په درېیو قبایلي سیمو کې ټولټال ٣٦٠ سکولونه یا ښوونځي ویجاړ شول.

د خیبرپښتونخوا د صوبې گورنر، اقبال ظفر جهګړا بیا دوه اونۍ وړاندې وویل چې د ٢٠١٧ کال په ترڅ کې، ١۴٣٠٠٠ زده کوونکي د فاټا په ښوونځیو او نورو تعلیماتي ځایونو کې شامله کړې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG