لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: په باجوړ او قمرالدین کاریز کې د افغانستان د خوا حمله شوې ده


آرشیف: پاکستاني عسکر په باجوړ ایجنسۍ کې کال ٢٠٠٩
آرشیف: پاکستاني عسکر په باجوړ ایجنسۍ کې کال ٢٠٠٩

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې گني د افغانستان نه دننه ځینو ترهگرو د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ او د بلوچستان ایالت په قمرالدین کاریز سیمو کې، د پاکستان پر سرحدي پوستو او د مانعې جوړولو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ دا خبره نن د اتوار ـ یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وکړه. په بیان کې نه دي ویل شوي چې په باجوړ او قمرالدین کاریز کې وروستۍ نښتې څه وخت شوې دي، خو پوځ وایي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د بریدگرو په جواب کې بیرته پر هغو حمله وکړه او شپږ تنه یې ورووژل او ډیر نور یې ورټپیان کړل. په بیان کې راغلي چې په دې نښتو کې څلور د ايف سي څلور عسکر، او د پاکستان پوځ یو عسکر هم ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې ترهگرو د خپل سرو علاقو او په افغانستان کې دننه د آسانتیاوو نه په گټې اخیستو، دغسې حملې کوي او منظور یې دا دی چې د سرحدي پوستو د جوړېدو مخه ونیسي. خو بلې خوا ته د افغانستان د دفاع وزارت بیا د پاکستان دا ادعا ردوي. د افغانستان د دفاع وزارت نگران ویاند، جنرل محمد رادمنش، امریکا غږ ډیوه ته وویل: «دا چې پاکستان غواړي چې دا تروریزم افغانستان ته ارتباط ورکړي، دا د دوی لوبې دي. دا د ورایه ټولو خلکو ته معلومه ده او ښکاري چې پاکستان د تروریزم اصلي ځاله ده.»

رامنش وویل نن سبا چې افغانستان او پاکستان کې د تروریستانو کومې حملې کیږي، دا د هغې ونې ثمره ده چې په پاکستان کې راشنه شوې او روزل شوې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG