لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لونګین ولي:قبائیلو سره دانصاف شروع دې سپریم کورټ د واڼا پېښې نه وکړي


لونګین ولي خان
لونګین ولي خان

لونګین ولي خان ویلي د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالینو چې واڼا کې کوم برید شوی دا دټولو سیاسي ، جمهوري اؤ بشري اصولو په ضد دی اؤ د هر پښتون زړه یې دردولی دی

دعوامي نیشتل ګوند دمخکښ خان عبدالولي خان نمسي اؤ د ارواښاد سنګین ولي خان زوئ لونګین ولي خان ویلي اوس چې قبائیلي سیمې دپښتونخوا برخه ګرځیدلې اؤ دسپریم کورټ اؤ هائیکورټ لمن ورته غځیدلې نو په لمړي فرصت کې باید دسپریم کورټ چیف جسټس پرون واڼا کې دپښتتنو د شوي قتل عام پخپله نوټس واخلي .

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي لونګین ولي خان ویلي د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالینو چې واڼا کې کوم برید شوی دا دټولو سیاسي ، جمهوري اؤ بشري اصولو په ضد دی اؤ د هر پښتون زړه یې دردولی دی.

تیره ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ په یو مهم مشر علي‌وزیر اؤ نورو فعالینو طالبانو حمله کړې وه چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

د پي‌ ‌ټي‌ ایم مشر منظور پشتین تور لګولی چې دا حمله طالبانو اؤ‌ امنیتي‌ځواکونو په شریکه په بېګناه اولس کړې ده خو پوځ یا ایف سي ځواکونو لا دغه تورونو ته خپل ځواب نه دی ویلی.

لونیګین خان وایي دا حمله که روژه په خوله بېګناه پښتنو باندې طالبانو کړي ده اؤ که نورو قوتونو د سپریم کورټ چیف جسټس یې باید پخپله نوټس واخلي ترڅو په تحقیقاتو کې ټوله کیسه صفا شي چې په پښتنو دغه ګولۍ چا اؤ د کوم غرض دپاره ورولي دي؟

لونګین ولي خان وویل هرکله چې د ملګ ټول سیاسي ګوندونه اؤ ریاستي ادارې پخپله دا خبره مني چې د پي‌‌ ټي‌ ایم غوښتنې جائز اؤ دپاکستان دائین په اساس دي نو بیا ددغو غوښتنو په کولو په پښتنو ګولۍ ولې ورؤل کیږي اؤ څوک به اوس دپښتون د توهیدونکو وینو په ضد غږ پورته کوي؟

هغه زیاته کړه دکله نه چې فاټا د صوبې برخه ګرځیدلې اؤ دهائیکورټ اؤ سپریم کورټ د واک لمن ورغځیدلې دهغې نه وروسته دپخوانیو قبائیلي ایجسنیو د وګړو سره هېلې پیدا شوي دي چې اوس به دهیواد د نورو برخو په څیر هغوئ هم دخپلو حقونو څخه برخمن شي.

دهغه په وینا” خو ددغو روڼو هیلو ته باید مثبت ځواب وویل شي‌، دسپریم کورټ‌ چیف جسټس دې شروع هم د واڼا د پېښې نه وکړي اؤ پخپله ددغه پېښې د نوټس اخستو سره دې دپښتونخوا دسرحدي سیمو خلکو ته احساس ورکړي چې هو ریاست ستاسو په درد دردمند دی”

لونګین ولي نه چې مو کله وپوښتل ستاسو ګوند (عوامي نیشنل پارټي‌) خو هم و واڼا په پېښه څه خاص غبرګون نه دی ښکاره کړی د خپلو مشرانو نه به څه غوښتنه کوې ؟ هغه وویل “چې هرکله زه د سپریم کورټ نه د پښتنو دپاره انصاف غواړم نو لازمه ده چې دخپل ګوند مشرانو نه خو به مې بیا ډیره هیله وي”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG