لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې د پي ټي اېم غړي زندان ته اچول شوي


د اسلام اباد پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۵ نه په زياتو غړو باندې د غدارۍ، د رياست پرضد نعرو وهلو او وېنا کولو ترڅنګ د اړي ګړي د مادو لاندې مقدمه درج کړې ده.

د اسلام اباد د کوهسار پوليس تاڼې د ابتدائي معلوماتي رپورټ (ايف ائي ار) تر مخه د اسلام اباد پرس کلب مخې ته د پښتون تحفظ مومنټ او عوامي ورکرز پارټۍ غړي راټول شوي وو، او دوی د اسلام اباد په حدودو کې د ۱۴۴مادې سرغړونه کوله.

پوليس بيا دوی ته وويل ستاسو غونډه يا مجمعه د قانون پرضد ده، ځکه تاسو خواره شئ خو په موقع موجودو مظاهرچيانو د خورېدو پرځاې د حکومت پاکستان او د پاکستان د پوځونو پرضد نعرې او ويناوې شروع کړې.

د ايف ائي ار ترمخه مظاهره چيانو د کرکې اؤ سپکاوي الفاظ کارول او موجود کسان يې وراني جوړولو پله راپارول.

پوليس په رپوټ کې ويلي، له دې وروستو مظاهرچيان د پريس کلب ګراؤنډ ته راغلل او سړک يې بند کړو، بيا د دوی د خورولو د پاره پوليس راوغښتل شو او په موقع په موجودو مظاهرچيانو کې يې نعمت الله، حميدالله، نجيب الله، عبدالناصر، سيدالله، ابراهيم، جهانزيب، محمد هارون، عبدالباري، احسان الله، عبدالله، ګل رحمان، روح الله، مستفيس الرحمان، محمد اشفاق، زوالقرنين، کامران خان، ضياالسلام، حبيب الله، مصطفی منير، اکبر خان، عبدالغفور، ضياالرحمان، ناصر خان، محمد کرم خان، بيت الله خان، ډاکټر غلام سرور او ثناوالله قابو کړی شو.

پوليس ويلي په دغه محال ډاکټر عبدالکريم د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، سليم خان ايډوکيټ، محسن داوړ، خان زمان کاکړ، عبدالجبار مېمن، عبدالرحيم وزير او اشتياق وزير تښتېدلي دي.

د پوليس په مدعيت کې د تعزيرات پاکستان د مادو ۳۴۱، ۵۰۵ ای او بي، ۳۵۳، ۵۰۴، ۱۰۹، ۱۸۶، ۱۴۷، ۱۴۹، ۱۲۴A او ۱۸۸لاندې په دوی مقدمه درج کړی شوې ده.

قانون پوهه اقبال شاه خټک وايي په دغو مادو کې ۱۲۴ ای د رياست خلاف نعرې يا ويناوې کول، ۳۵۳په کارې سرکار کې مداخلت کول، ۱۸۸ د ۱۴۴ دفعې خلاف ورزي کول پاتې نورې زياتره د خلکو د اړي ګړي راټولو پرضد لګول کيږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو او مشرانو مقدمه درج شوې ده له دې وړاندې په بلوچستان او کراچۍ کې هم دغه ډول مقدمې درج شوي دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ چې په مقدمه کې يي پخپله نوم شامل دی وي او اې ډيوه سره په خبرو کې یې وويل اول خو زه پخپله په اسلام اباد کې موجود نه ووم دوېمه دا چې زمونږ ملګرو پرامنه مظاهره کوله کوم چې زمونږ ائيني حق دی او د اسلام اباد پريس کلب مخې ته ډير خلک احتجاجونه او مظاهرې کوي.

داوړ وويل د دوی احتجاج په واڼا کې د پې ټي ايم په غړو د بريدونو پرضد وو ځکه چې په دغه بريد کې د دوي څو ملګري وژل شوي وو خو رياست د دوي پرضد زور کاروي.

محسن داوړ پخلی وکړو چې ۲۷ ملګري يي د اسلام اباد پوليسو بيګاه نيولي او نن عدالت ته د وړاندې کولو وروستو په جوډيشل ريمانډ جيل ته ليږل شوي دي.

هغه زياته کړه دوی د وړوکي اختر په درېمه د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې جلسه اعلان کړې او د هغي د مخې نيولو هڅې روانې دي خو پي ټي ايم به خپله مبارزه دوامداره ساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشرانو په وېنا چې د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشر علي وزير او هغه سره لاريون باندې تندلارو وسله والو بريد کړی او د دغه بريد پرضد بيا د پي ټي اېم غړو د ملک په ډېرو برخو کې احتجاجي مظاهرې پېل کړې وې.

د پي ټي اېم غړو تېره شپه په اسلام اباد، پېښور، کوټه، ژوب، پشين، ډېره اسماعيل خان، پرون په سوات او مردان کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

پېښور کې احتجاجي مظاهرې ته په خبرو کې د پي ټي اېم مشر محسن داوړ ويلي ؤ، "د پي ټي اېم سره د حکومت لخوا د مذاکراتو خبرې کېدې دوی ورته د خبرو دپاره د جرګې نومونه ورولېږل خو حکومت ترې اوس په شا کيږي او اوس به دوی ته اول د پي ټي اېم د وژل شوؤ غړو حساب ورکوي وروستو له هغې بيا پي ټي اېم خبرې کوي".

د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرال اصف غفور پرون د دوشنبې، ګل په ورځ د واڼا د پېښې په اړه ويلی، " په واڼا کې د محسودو احمدزۍ قبيله ده يوه امن کميټي ده او په کلونو د ترهګرۍ پرضد جنګېدلي او اوس هم د ثبات وروستو خپل کار کوي، نو علي وزير د تېرو څو ورځو نه هلته تلی او د ځايي خلکو په وړاندې یې د پوځ او رياست پرضد نعرې وهلې چې دې امن کمېټۍ منع کړو بيا کمېټۍجرګه بللې او په دغه مهال د دوي نښته شوې ده".

هغه وويل پوځ او اېف سي بيا دغه منځ ته ورغلي او پوځ په پېښه کې رامنځته شوي ژوبل کسان روغتونونو ته رسولي دي او بيا دوی (پي ټي اېم) د پوځ خلاف غلطه پروپېګنډه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG