لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د علي وزیر ژغورنې ته زرګونه خلک ورغلي، په سیمه کې لا کرفیو ده


دپښتون ژغورنې د غورځنګ د وتلي مشر علي‌ وزیر ورور ښاغلي مزمل ویلي دعلي‌وزیر د حفاظت دپاره د وزیرو اؤ‌ نورو قبیلو په زرګونو خلک دهغوئ دکوره چاپیره شوي اؤ وایي چې طالبان یا بل هیڅ یو قوت به ترې د علي وزیر ویښته قدرې ازار نه کړي.

بلخوا د جنوبي‌ وزیرستان پولټیکل انتظامیه وایي چې د امن کمیټۍ (حکومت پلوه طالبان) اؤ‌ علي وزیر د خلکو نه یې ژمنې یا ضمانتونه اخستي چې هغوئ به یو بل ته هیڅ قسمه زیان نه رسوي اؤ له وړوکي اختر وروسته به دغه قضیه د جرګې دلارې د مدام دپاره هوارولی شي.

دشورو په ورځ د پولټیکل اننتظامیې یو لوړ پوړي چارواکي دنوم نه اخستو په شرط‌وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې انګور اډه کې لا ګرځ بندیز یا کرفیو پځایې ده اؤ د ورځې یوازې دوه ساعته د سیمې خلکو ته په کرفیو کې نرمښت راوستل کیږي ترڅو هغوئ د روژې دپاره د ضرورت شیان دبازار څخه کورونو ته یوسي .

دجنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې کرفیو وروسته له هغې لګول شوې د امن کمیټۍ په نوم حکومت پلوه طالبانو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر علي وزیر په پلویانو سیمه کې برید وکړو.

د پي ټي‌ ایم مشران دعوه کوي چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي اؤ ۳۵ ژوبل شوي دي‌.

د پښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پشین خو تر دې حده تور لګولی چې په عام اولس ډزې امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو په ګډه کړي دي ، خو دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي چې ډزې امن کمیټې اؤ د پي ټي‌ ایم غړو خپلو کې کړي دي.

پرون ټوله ورځ په سوشل میډیا داسې ګنګوسې کیدلې چې طالبان دعلي وزیر په کور یرغل کوي اؤ غواړي چې هغه ووژني.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دجنوبي وزیرستان په بیلابیلو قبیلو غږ کړی ‌ؤ چې د علي وزیر دژغورني دپاره باید په چیغه پورته شي.

دچهارشنبې په ورځ د علي وزیر ورور ښاغلي مزمل وزیر وائس اف امریکه ډیوه ته وویل په سیمه کې اوس هم د تاؤ تریخوالي نخښې لیدل کیږي خو په زرګونو ځوانان د علي وزیر د حفاظت دپاره دهغه کلي غوایي خوا ته رارسیدلي اؤ د اندېښنې څه خاص خبره نشته.

سرچینې وایي طالبانو علي وزیر ته ګواښ کړی چې هغه دپي‌ ټي‌ ایم د لیکې څخه جلا شي ګنې وبه وژل شي خو علي وزیر وایي چې هغه به کله هم دحق لارې څخه تیر نه شي.

له دې وړاندې هم د علي وزیر دکورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي دي.

پولټیکل چارواکي‌ وایي چې دانتظامیې ، دامن کمیټې اؤ قبائیلي مشرانو ترمینځ تر دې مهاله څلور جرګې شوې دي خو لا دغه جرګه یوې متفقې نکتې ته نه ده رسیدلې.

انتظامیه وایي ټاکل شوې ده سبا به بیا دشخړې د هواري په غرض جرګه راجوړه شي اؤ هیله ده ددې ستونزې یو دائمي هواری به ولټول شي.

دسیمې څخه سرچینو ډیوه ته ویلي چې طالبان په سیمه کې هم هغه رقم فعاله لیدل کیږي اؤ اوس یې په اعظم ورسک اؤ انګور اډه کې هم خپلې پوستې لګولي چې په دغو پوستو د خلکو باقاعده تالاشۍ اخلي.

دجنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې د ګرځ بندیز له امله کیډټ‌کالج هم تړل شوی دی اؤ ددغه کالج استادان اؤ زده کوونکي خپلو،خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG