لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جون له ۱۵مې تر ۱۸مې په پاکستان کې د کوچني اختر رخصتۍ دي


د پاکستان د داخله چارو وزارت د اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت به د هېواد په ټولو سرکاري دفترونو کې څلور ورځې رخصتۍ وي.

رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اختر رخصتۍ به د جون له ۱۵مې چې د جمعې ورځ ده پیل کېږي او د جون تر ۱۸مې د ګل- دوشنبې تر ورځې به دوام لري.

د سعودي عرب په شمول سږ کال اکثرو هېوادونو روژه پر یوه ځای د مې په ۱۷مه پیل کړې ده. د هواپوهنې اداره اټکل کوي چې کېدای شي د کوچني اختر میاشت د جون په ۱۴مه ماښام مهال ولیدل شي، خو پېشبیني یې کړې چې د هېواد په ځینو سیمو کې به وریځ او غبار وي.

د پاکستان د هواپوهنې ادارې تېره اوونۍ پېشبیني کړې وه چې اختر به د جون په ۱۶مه وي، د دې ادارې یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، ډېر لږ امکانات دي چې میاشت دې د جون په ۱۴مه ولیدل شي.

وایي که میاشت د زیارت- پنجشنبې په ورځ ونه لیدل شوه نو کېدای شي میاشت د ۳۰ ورځو وي او خلک خپلې دېرش روژې پوره کړي، خو که ولیدل شوه نو میاشت د ۲۹ ورځو ده او کوچنی اختر به د جمعې په ورځ د جون په ۱۵مه وي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال حکومت د کوچني اختر لپاره یواځې درې ورځې عامې رخصتۍ اعلان کړې وې چې خلکو ورباندې شکایت کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG