"ته قسم وکړه چې سترګې مې روغې دي؟"، دغه پوښتنه د ډېره اسماعيل خان په روغتون کې په کټ پروت د اتم ټولګي زده کوونکی سجاد کوي څوک چې په جنوبي وزيرستان کې په ماين چاؤدنه کې سخت ژوبل شوی دی.
د سجاد يوه ویډيو په سوشل ميډيا خپره شوې چې پکې نوموړی د روغتون په بېډ په داسې حال کې ليدل کيږي چې په لاسونو او مخ يې سپينې پټۍ لګول شوي سترګې او مخ يې پټ او کيڼ لاس يې داسې ښکاري لکه چې منګول ترې الوتې وي.
سجاد د خپل ځان نه چاپېره د موجودو کسانو نه دوه ځله دا پوښتنه کوي چې "ته قسم وکړه چې سترګې مې روغې دي؟".
په جنوبي وزيرستان کې دغه ماین چاؤدنه اتوار، يکشنبې په ورځ شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په فېس پاڼه لیکلي، چې ۱۶ کلن سجاد د شالامير زوی د جنوبي وزيرستان د سروکۍ په بدر علاقه کې په ماين چاؤدنه کې سخت ژوبل شوی دی.
پشتين ليکلي چې په تېرو دوه کلونو کې د مسيدو په علاقه کې دا ۹۱م پېښه ده.
هغه زياته کړې "مونږ د تېرو دوه کلونو راهسې چې د کله نه کډوال بيرته ستانه شوي دي دا غوښتنه کوو چې پوځ د زرګونو په شمېره کې کوم ماينونه ښخ کړي دي هغه دې پاک کړی شي".
خو د اسلام اباد د احتجاجي ناستې يوه اوونۍ وروستو ټيمونه راغلي او عکسونه يې اخستي او بيرته ستانه شوي دي، او بيا يې خبري غونډه کړې چې مونږ غوښتنې پوره کړې.
منظور ويلي "په سجاد د ماين چاؤدنې پېښه په اته ورځو کې درېمه پېښه ده".
د جنوبي وزيرستان انتظاميې د سجاد په ژوبلېدو د خفګان څرګندونه کړې او ویل شوي د سجاد سره به مالي مرستې هم کولی شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو سره يوه دا ده چې په وزيرستان او خواوشا سيمو کې چې څومره ماينونه ښخ دي هغه دې پاک کړی شي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غوښتنو منلو دپاره د جنورۍ په مياشت کې اسلام اباد ته لاریون کړی او بيا يې احتجاجي ناسته پېل کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي ناسته چې د حکومتي واکمنو لخوا د دوی د غوښتنو منلو د باور ورکولو وروستو معطل کړی شوې وه چارواکو ويلي ؤ په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو پاکولو دپاره د حکومتي کارمندانو شمېره يو په دوه سېوا کړی شوې وه.
اوس حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په سيمه کې ماينونه په بشپړ ډول پاک کړی شوي دي، خو وخت په وخت په سيمه کې بيا هم دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.
د سيمې نه د وي او ای ډیوه خبريال عدنان بېټنی وايي چې د ماين چاؤدنې په تازه پېښه ځايي خلکو سختې اندېښنې څرګندې کړي او په دغو ادعاؤ يې سختې نيوکې کړي چې ګنې په سيمه کې ماينونه پاک کړی شوي دي.
ځايي خلک او انتظاميه مني چې په سيمه کې ښخ ماينونه د خلکو ژوند ته غټ خطر ورپېښ دی.
څه موده وړاندې په سيمه کې يو پوځي مشر نعمان ذکريا ويلي ؤ چې په ماينونو پاکولو کې د ۵۰ نه زيات پوځي سرتيري په خپله ژوبل شوي دي.
د ځايي خلکو د شمېرو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې د ماين چاؤدنو په پېښو کې د ۸۰ څخه زياتو کسانو ته مرګ ژوبلې اوختي چې پکې د ۲۰ نه زياتو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی، په وژل شوؤ کې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.
د جنوبي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ اشفاق احمد د فرورۍ په مياشت کې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي ؤ "زما سره ۴۵ کېسونه رپوټ شوي دي او ما د ۷۰ نه د زیاتو پېښو اورېدلي دي".
هغه ويلي فاټا سيکرټرېټ ته يې د دغو پېښو رپوټونه ورلېږلي چې دغو خلکو ته مالي مرستې ورکړی شي.