لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افتخار چوهدري د عمران خان د مينې پخوانۍ معامله عدالت ته وړي


د پاکستان پخواني مشر قاضي افتخار محمد چودهري ويلي هغه به د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پرضد عدالت ته ځي، ځکه چې په هغه باندې په څرګنده د ايين د ارټيکل ۶۲ (۱) (اېف) لاندې په هغه باندې سخت تور دي.

افتخار چودهري د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي په عدالت کې به دا ثابتوي چې عمران خان د پاکستان نه بهر دا منلې چې ټېرن وايټ د هغه لور ده خو پاکستان کې د دغه حقيقت نه منکر دی.

د پاکستان دايين ارټيکل ۶۲ اېف شق وايي د پارليمان د غړي جوړېدو خواهش لرونکی تن به ايماندار وي. او د پاکستان سترې محکمې دوه مياشتې وړاندې ويلي چې څوک (صادق او امين) نه وي هغه بل تلعمري نااهله وي.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د ايين د دغه مادې لاندې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او د هغې وروستو د تحريک انصاف ګوند يو مشر جهانګير ترين هم عدالت نااهله ګرځولی ؤ.

افتخار چوهدري ويلي "مونږ غواړو چې څوک هم زمونږ د ملک مشر وي چې په هغه دغه ډول تور نه وي ځکه چې دا د اعتبار خبره ده او چې کله ته اعتبار کوي نو هغه سړی بيا سوتره پکار دی".

نوموړي ویلي عمران خان به په پينځه ؤ انتخابي حلقو کې چېلنج کوي او دغه خبره به انتخابي افسرانو ته وړاندې کوي او بيا يې خلکو ته وايي.

پخواني قاضي ويلي دوي به په عمران خان باندې د انتخابي افسرانو په وړاندې شکايت کوي، چې عمران ايماندار او رښتونی نه دی پاتې، ليډر يا مشر اخلاقي پاک اوايماندار پکار دی.

نوموړي زیاته کړې عمران خان تراوسه پورې خپل دوه زامن ښکاره کړي او مني يې.

هغه ويلي يو سړی په پاکستان کې خپله لور نه مني او په نړۍ کې يې د انصاف خبره کيږي. او د عمران خان پرضد دا خبره کله په عدالت کې نه ده راپورته کړی شوې.

ويل کيږي ۲۶ کلنه ټېرن وايټ د د سيتاوايټ لور ده، هغې په کال ۱۹۹۷م کې د لاس اېنجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد خواست کړی خو په دغه وخت عمران خان د طبي معاينې (ډي اېن ای) دپاره د نمونو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

د پرېکړې وروستو نوموړي خان امريکايي رسنيو ته ويلي ؤ هغه به په پاکستان کې د وینې نمونه ورکړي او د پاکستان د عدالت پرېکړه به مني او زياته کړې يې وه هغه د کيليفورنيا او انګلېنډ اوسېدونکی نه دی پاتې شوی.

افتخار چوهدري ويلي د نوازشريف د نااهلۍ وروستو سترې محکمې د نااهلۍ طريقه واضحه کړې ده.

پخواني قاضي چې په کال ۲۰۱۵م کې د پاکستان جسټس ډېموکرېټک کريټک پارټۍ په نوم خپل ګوند جوړ کړی ویلي يې دي د ګوند کانديدان به يې د عمران خان پرضد شکايت کوي چې کله هغه د نومول کېدو دپاره کاغذونه جمع کړي، او که فېصله د دوی په حق کې راغله خو سمه ده که نه دوی به دغه شکايت مخ په وړاندې وړي.

چوهدري افتخار د تحريک انصاف ګوند عمران خان پرضد عدالت ته د تلو خبره په داسې حال کې کړې چې د عمران خان پخوانۍ ښځه ريحام خان وايي هغه د خپل ليکلي کتاب مخکتنه کوي او عام کوي يې.

د پاکستان په رسنيو او سوشل میډيا باندې په دغه کتاب هم بحثونه تاوده چې په دغه کتاب کې ليکلې خبرې به په عمران خان څه اغېزې ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG